(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړکې بيارغاونې ته ٤� ميليونه ډالر بېل شوي

[25.Feb.2008 - 23:14] 25.02.2008 د بی بی سی دخبر له مخی د افغانستان د سيمه ييزو ادارو د پاليسۍ جوړونې د چارو مشر برناکريمي په ختيځ ولايت کونړ کې چارواکو ته وويل چې دغه اداره به په ټولو ولايتونو کې د متوازن پرمختګ پر پلان کار وکړي . ده وويل سږ کال به د ولايتي بيارغاونې ډله په کونړ کې پر بيا رغاونه څه باندې دوه څلوېښت ميليونه ډالر ولګوي . که څه هم برنا کريمي پر ځينو ادارو نيوکه وکړه، چې په خپلو چارو کې ټکني دي، خو وېې ويل په يو داسې پلان کار کوي، چې تر مخې ېې د بيارغاونې په برخه کې داسې همغږي وي، چې ديو بل له کارونو خبر وي .
ښاغلي کريمي په کونړ کې دولتې چارواکو ته وويل ددوى اداره هڅه کوي دافغانستان ټول ولايتونه يو ډول پرمختګ وکړي او دولايتونو لپاره ځانګړي پرمختيايي پلانونه او بوديجه بېله شي . ده وويل:'' د ولايتونو لپاره تر اوسه داسې ځانګړى پلان نه دی جوړشوى، چې په بوديجه کې ورته ځای ورکړل شي .'' ''موږ ددې پلويان يو چې د وزارتونو په بوديجه کې ولايتونو ته ځانګړې برخه ورکړل شي اوس بوديجه يوازې ولايتونو ته ورکول کېږي، موږ غواړو دغه کار د سيمه ييزو ادارو سره په ګډه تر سره شي، چې دا متوازن پرمختګ ته لاره اواروي . دا هغه څه دي چې زموږ اساسي قانون يې غواړي.'' د متوازن پرمختګ خبره له هغه وروسته کيږي، چې په ولسي جرګه کې د ځينو ولايتونو استازو نيوکه وکړه چې دافغانستان ځينې ولايتونو ته ډېره پاملرنه کيږي او ځينو ته کمه . ښاغلي کريمي داهم وويل چې سږ کال به يوازې د ولايتي بيارغاونې ډله په کونړ کې څه باندې څلوېښت ميليونه ډالر د بيارغاونې په چارو ولګوي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته