(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ څنګه وټاکل شوه

[24.Feb.2008 - 21:44] 24.02.2007دپاکستان تر جوړېدو وروسته محمد علي جناح اردو د پاکستان قومي ژبه وبلله، د ١٩٥٢ع کال د فرورۍ په ٢١ نېټه د بنګال خلکو ددغې پرېکړې په وړاندې لاريونونه وکړل، د پاکستان پوځيانو پرې ډزې وکړې او ګڼ بنګاليان يـې ووژل، د بنګله ديش خلک هر کال دغه ورځ د شهيدانو د ورځې په نامۀ نمانځي په ١٩٩٩ ميلادي کال کې ملګرو ملتونو د بنګه ديش پر وړانديز دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نامۀ ونوموله. سربېره پر دې دغې نړيوالې ټولنې روان ٢� � ٨ ع کال هم د ژبو د کال په نامه نومولى دى . پدی لړ کی د۲۰۰۸ ع کال د فرورۍ په ٢١ نېټه په کابل کې د مورنۍ ژبې د ورځې د نمانځلو په غونډه کې چی د نهو مدني ټولنو، ملګرو ملتونو او اطلاعات او کلتور وزارت له خوا بلل شوې وه . د پوهنې وزير ښاغلی حنيف اتمر وويل چې نوموړى به د افغانستان ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتيا برابروي . هغه ژمنه وکړه که په دغه لاره کې د هر راز سياسي فشارونو سره مخ شي خو بيا هم ژمن دى چې دا چاره تر سره کړي .ده زیاته کړه چی حکومت مکلفيت لري چې زموږ د خلکو د حق پرځاى کولو لپاره خپلې پاليسي ګانې او خپله کړنلاره څرګنده کړي، يو هم د هېواد د هغو مهمو بنسټونو څخه د پوهنې نظام دى، هغه نظام چې زموږ د مقدس دين پر بنسټ او زموږ د اساسي قانون د احکامو پربنسټ جوړ شوى، هغه نظام چې هرافغان ته د هرې ژبې قوم ته حق ورکړي چې زده کړه وکړي، له دې حقونو څخه يو هم دادى چې په مورنۍ ژبه زده کړه وشي چې دا حق د دغه هېواد اساسي قانون ټولو ته ورکړى دى، چې دى به يې د پلي کولو لپاره هڅې کوي، نوموړي وويل چې دى به په دې لاره کې هېڅ راز سياسي فشار ته غاړه کې نه ږدي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته