(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه سخت دريځه نه دي

[19.Feb.2008 - 19:57] د عوامي نېشنل گوند مشر اسفنديارولي خان وايي چې پښتنو د ده گوند ته د رايو په ورکولو سره نړيوالو او د پاکستان دولت ته څرگنده کړه چې پښتانه بنسټپال او ترهگر نه دى . دى وايي په سرحد ايالت کې تر ډېرو څوکيو گټلو وروسته به له نورو گوندونو سره به په گډه د حکومت جوړولو هڅه کوي. هغه زياته کړه چې د مرکزي حکومت په اړه به د بېلابېلو مسلو پر بنسټ يو اتلاف رامنځ ته کړي. په چارسده کې له بي بي سي سره د خبرو پر مهال ښاغلي اسفنديار ولي وويل د سرحد ايالت پښتنو د عوامي نېشنل گوند په څېرمنځلاري گوند ته د ډېرو رايو په ورکولو سره نړيوالو او پاکستاني دولت ته دا پيغام ورکړ چې پښتانه د يو قوم په حيث بنسټپال او ترهگر نه دي.
هغه وايي: ''پښتنو د ټاکنو له پايلو ټولې دنيا ته وښوده چې د ټوپک پر ځاى قلم، د مرميو پر ځاى کتابونو او د ځانمرگو بريدونو د واسکټونو پر ځاى د ښوونځي بکسونو ته اړتيا لري.'' په راتلونکې کې په سرحد او مرکز کې د حکومت د جوړولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې اسفنديارولي وويل په ايالتي کچه د ښکاره اکثريت له تر لاسه کولو وروسته به له نورو گوندونو سره د حکومت جوړولو هڅه کوي. خو هغه وويل چې په مرکز کې به د هغه گوندد مسئلو پر بنسټ له نورو گوندونو سره د حکومت جوړولو ته ارزښت ورکوي. ښاغلى اسفنديار ولي وايي: ''په پاکستان کې په ځانگړي ډول په پښتون مېشتو سيمو کې د امنيت راوستل، ايالتي خپلواکي او له گاونډيو سره د ورورولۍ پر بنسټ د اړيکو ټېنگولو پر مسئلو به په مرکز کې له نورو گوندونو سره يو ځاى شي. موږ غواړو دا هم څرگنده کړو چې په دې ملک کې څوک بادار يا غلام نه دى، بلکې دلته مېشت قومونه د څلورو وروڼو په څېر ژوند کوي.'' د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې يې هر وخت ويل چې په ټاکنو کې درغلي کيږي ايا اوس هم د هغه گوند دا گڼي چې په ټاکنو کې درغلي شوې اسفنديار ولي په دې اړه وويل: ''تر يوې اندازې به د کانديدانو په اړه درغلي شوې وي خو که حکومت درغلي کولى نو ايا د هغوى مهم غړي چودري شجاعت حسين، شېخ رشيد، د پارلمان مشر او ځينو نورو وزيرانو به ماته خوړلې واى؟'' - اسفنديارولي خان
بېرته شاته