(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ټاکنو کی عوامي نشنل ګوندANP ډیری څوکۍ وګټلی

[17.Feb.2008 - 20:46] 18.02.2008 پیښور: دخبری رسنیو د خبرونو له مخی د پښتونخوا په ډیرو سیمو کی کې د عوامي نشنل پارټۍ ANPکاندیدانو له خپل ټاکل شویو ځایونو څخه څوکۍ په بري ترلاسه کړي دی، د عوامي نشنل ګوندANP مشر ښاغلی اسفندیار ولي خان د چارسدې څخه د ولسي جرګې څوکۍ ګټلې ده، مولانا فضل الرحمان ، شېخ رشید احمد او چودري شجاعت حسین خپلی څوکۍ وبایللی. دعوامي نېشنل پارټۍANP ډاکټر حیدر علي خان، ښاغلی سمیر علي خان، ښاغلی سردار حسین او ښاغلی محمد شاهي خان هم خپلې خپلې څوکۍ ترلاسه کړيدی. د پښتونخوا دولایتی جرګی (سوبایی اسمبلۍ) کی تر اوسه پنځلس څوکۍ تر لاسه کړی. بلوچستان کی یی هم څوکۍ ګټلی دی. سرکاری نتیجی به د چارشنبی په ورځ اعلانیږی. Asfandyar Wali Khan ANP Election 2008 Pakhtunkhwa - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته