(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پردي کولتور او فرهنګ چوپړيانوته !

[16.Feb.2008 - 08:27] کونړ :په کونړ کي ټولي کولتوري ،ادبي ،ټولنييزي ټولني او ډلي داطلاعاتواوکلتوروزارت دهغه اقدام ستاينه کوي چي په دي ورستيو کي ځينيو کړيو اوسړيو ته پردي ټرمينالوژي دکاريدلو په اساس ګواښ کړي اوعملا يي له خپلودندوګوښه کړيدي موږ دښاغلي عبدالکريم ( خرم ) دغه ګټور او مثبت ګام ستايو اوپه کلکه يي ننګه کوو اوهرڅوک چي زموږ اصيل افغاني کلتور اوفرهنګ ته په سپکه سترګه ګوري اودنورو په اشاره خپله پاکه اوسوچه ټرمينالوژي خرابوي او دورونو قومونو ترمينځ نفاق ته لمن وهي موږ ته دخپلو ملي ګټواوغوښتنوضد ښکاري په پاي کي يو ځل بيا داطﻻعاتو او کلتور له وزارت څخه خپل ملاتړ اعلانوو اوهرډول همکاري ته ولاړ يو . په درنښت

١- دکونړ عږ مجلي مشرتابه ٢- دستوري مجلي مشرتابه ٣- دغونچي مشرتابه ٤- دکونړولايت دژورنالستانو ملي اتحاديه ٥- دکونړ ولايت دځوانانواصلاحي ټولنه ٦- دڅوکي ولسوالي ادبي بهير ٧- داسمارولسوالي ادبي ټولنه ٨- د طاهر فرهاد ادبي ټولنه ٩- دملي ارمانونو فرهنګي ټولنه ١� - دکونړولايت ادبي بهير ١١- دشپول ادبي بهير

- کونړ کي ټولي کولتوري ،ادبي ،ټولنييزي ټولني �
بېرته شاته