(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان يوه ستراتيژي غواړي

[15.Feb.2008 - 20:48] ۱۳/۲/۲۰۰۸ بی بی سی: برتانوي سياست وال «پډي اشډاون» په يوې مقالې کې د افغانستان لپاره د برياليتوب کونجي په يوې داسې ستراتيژۍ کې ليدلې چې، د دۀ په وينا يې افغان حکومت او نړيواله ټولنه ومني . ښاغلى اشډوان په يوې برتانوۍ ورځپاڼې کې مقاله خپره کړې او وايي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو اووه کاله تير شوي خو نړيوال په يوې ستراتيژۍ نه دي سره جوړ ، د جګړې په وړاندې په امريکا او اروپا کې د ولسونو ملاتړ مخ په کميدو دى ، په افغانستان کې امنيت خرابيږي ، ناټو يوه خولۀ نه ده دغو ټولو خبرو ته په پام سره دى وايي : د نړيوالو ماتې ممکنه ده . او د دۀ په ګومان به د دغې ماتې اغيز نه يوازې پر افغانستان بلکې پر نړيوالو هم خورا بد وي . نړيواله ترهګري به بريالۍ وي او له لاسه ورکړې خوندي ځاله به يې بيا موندلې وي او په ګاونډ پاکستان کې به هم نوې ځاله مومي چې د ښاغلي اشډوان په وينا اوس خورا کمزورى شوى دى . دا هر څه به په دې مانا وي چې د لويديځ امنيت به له ګواښ سره مخامخ وي او نړۍ او سيمه به ناکراره وي . دغه برتانوى سياستوال ليکي: نور نړيوال پوځيان او مرسته پکار ده خو يوازې همدا دوه خبرې بس نه دي .د دۀ په ګومان تر ټولو لويه نيمګړتيا د يوې داسې ستراتيژۍ نشتوالى دى چې د ولسمشر کرزي حکومت او د نړيوالو ځواکونو په ګډون يې ټول ومني . هدف مالوم دى چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره مرسته وشي چې حکومت وکړي او په دې ډول د جګړې په ګډون ټولې برخې ورو ورو افغان حکومت ته وسپارل شي . په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د نړيوالو د همغږي کوونکي د دندې لپاره نومول شوي برتانوي سياستوال پډي اشډاون وويل که چيرې دۀ دغه څوکۍ ترلاسه کړې واى نو د يوې ستراتيژۍ لپاره به يې پلان په درو برخو ولاړ و. د دۀ له ټاکنې سره افغان حکومت مخالفت وکړ . خو په خپله مقاله کې دى وايي: نړيواله ټولنه دې د خپل هدف لومړيتوب يا اوليت مالوم کړي ، د ډيرو اهدافو لرل په دې مانا دي چې هيڅ هدف نشته ښاغلى اشډوان امنيت تر ټولو مهم بولي او وايي افغانان بايد په دې قانع شي چې تر طالبان ، افغان حکومت ورته ښه امنيت ورکوي . امنيت تش له پوځي پلوه نه دى بلکې برېښنا ، د قانون برلاسي ، اغيزمن حکومت او د کار موندلو موقعې دا ټولې خبرې پکې شاملې دي . د دې لپاره د پوځ او ولس ترمنځ نژدې همکاري پکار ده . دا به بېکاره وي چې پوځ له وسله والو طالبانو څخه جګړه وګټي خو د ژوند ښه کولو لپاره بيا رغاونکې پروژې ډير وخت وغواړي . له سياسي پلوه هم امنيت ته کتنه پکار ده په طالبانو کې د روڼ اندو خپلول تر بمباريو او وژلو خورا بريالۍ لار ده . ښاغلى اشډوان دويم اوليت دا بولي چې تر هغو چې د افغان حکومت د حکومت کولو ميکانيزم پياوړى نه شي له هغوى د ډير څه کولو هيله نه شي کيدلى . دى زياتوي تر هغو دوى ( افغان حکومت ) د خپل ولس اړتياوې هم نه شي پوره کولى او موږ نړيوال هم افغانان قانع کولى نه شو چې تر طالبانو ورته د کابل حکومت ښه دى . د دۀ په وينا ستونزه دا ده چې افغان قوانين له کابله مرکزي واک يادوي خو په عمل کې داسې نه ده حل لاره دا ده چې له کښته کار پيل شي . د امنيت او حکومت په سره نښلولو د قانون برلاسي ، عدليه ، پوليس اوامنيتي جوړښت ترلاسه کيږي . په هغو هيوادونو کې چې له جګړې وتلي دي او بيا افغانستان چې د مخدره توکو لويه ستونزه هم لري فساد پکې لکه وبا خپور وي ، تر هغو چې قانون برلاسى نه شي ديموکراسي خوندي نه ده ، پر حکومت باور نشته ، بريالى اقتصاد ناشونى دى او عادي ولس امنيت نه شي لرلى . له لويه سره د ښاغلي اشډوان نظر دا دى چې افغانستان له لاسه نه دى وتلى، هر څومره چې ورته ګورم داسې څه پکې راته ښکاري چې برياليتوب پکې ليدلى شو . خو د ښاغلي اشډوان په وينا که کار په بل ډول ونه کړو برياليتوب په ناکامۍ بدليدلى شي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته