(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجايدادونودبيرته ګرځولو هڅې روانې دي

[14.Feb.2008 - 21:28] 14.02.2008 کریاب ،کونړ: دافغانستان په ختيځ کې دکونړ ښار وال وايي ډېره حکومتي ځمکه خلکو نيولي چې که ترې وا نه خستل شي مانا يي داده چې حکومت نه شته . دکونړ په مرکز اسد اباد کې دهغو هټيو او مار کيټونو په ړنګولو لاس پور ې شوی چې حکومت يي خپل ملکيت بولي او وايي په نا قانونه ډول خلکو لاندې کړي دي . دکونړښار وال انجينر عبد الغني عباسي وايي هغه ځمکې چې ددولت دي او خلکو لاند ې کړي دي ترې اخلي به يي : ((دا زه ونه کړم حکومت ېې ونه کړي داسمان نه به ملا يکې را ځي او له خلکو به دحکومت ملکيتونه اخلي ؟؟! دا سمه ده چې څلويښت کاله دغه ځايونه په نا قانونه ډول خلکو نيولي خو هيچ اسناد نه لري)) ښار وال عباسي وايي که څه هم دغه ځمکه دهغه وخت والي خلکو ته ورکړې خو خلکو يي اسناد نه دي اخستي. دړنګيدونکو دوکانونو پخو اني څښتنان ددولت دغه ادعا نه مني او وايي چې پنځوس کاله وړاندې دهغه وخت والي دغه ځمکې ورکړي. سندونه هم ورسره شته خو څوک يې منلو ته تيار نه دي . دهټيو څښتنان دا هم وايي چې دولت دې خلکو ته څه ورکړي نه چې ترې واېخلي .
دړنګو شوو هټيو دوه تنه پخواني چلونکي : ((دا زموږ ملکيت دی موږ ته دهغه وخت والي او ښاروال راکړي ،اسناد لرو خو څوک ي نه مني .دوى وايي موږ پکې پارک جوړو ،زه له لوږې مرم نو په پار ک څه کوم )) دوهم تن هم همدې ته ورته نظر درلود او وېويل : ((٥٢کاله مخکې زموږ پلرونو ته دولت دغه ځايونه ورکړي خودا دولت يې اوس په زور ورانوي ،موږ پرې پيسې لګولي اسناد راسره شته ، نه پيسې راکوي او نه ځای)). دکونړ ښار وال وايي چې دغه مارکيټونه له يوې خوا دښاري پلان سره سم نه وو او له بلې خوا خلکو په زور نيولې. د کونړ چار واکي دا هم وايي چې په دې ولايت کې نورې هغه ځمکې چې ددوى په خبره زور واکو نيولي ترې اخلي يې . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته