(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په چارسده کې دANP په جلسه د ځانمرګي بریدغندنه

[11.Feb.2008 - 08:12] 10.02.2009 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د فبرورۍپه ۹ نېټه دچارسدې د شبقدر سره نژدی د ناكۍ په علاقه کې د دعوامى نيشنل پارټۍ ANP د ټاکنو د کمپاین په غونډه کی چاودنه یا ځانمرګى برید په کلکه سره غندی ټولو شهیدانو ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ ، ټولو پښتنو او عوامی نیشنل ګوند ANP مشرتابه سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به د پښتنو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو، موخو ته ونه رسيږی. د پښتون قام او د پښتنو مشران به هیڅوک په داسی غیر انسانی او ناځوانه بریدونو او ولس وژنو د خپل مرام او مقصد څخه په شا نه کړی . په درناوی عزیز سرشار د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د خپرونو چارو مشر - عزیز سرشار
بېرته شاته