(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شبقدر کې دANP په جلسه ځانمرګي برید

[09.Feb.2008 - 23:37] نن د شنبی (خالی) په ورځ د ۲۰۰۸ ع کال دفبرورۍ د میاشتی په نهمه نیټه د پیښور په وخت پر پنځه بجو او پنځلس دقیقو د عوامي نېشنل ګوندANP د ټاکنو په يوه غونډه کې چی د پښتونخوا د چارسدې د شبقدر سيمه کې جوړه شوی وه یو ځانمرګى بريد ترسره شو . دعوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ښاغلی افراسياب خټک غونډه کی موجود ؤ او دANP مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان هم غونډی ته د راتلو په حال کی ؤ غونډی ته لومړنی وینا وال دANP دچارسدی د ضلعی مشر ښاغلی بشیر خان عمرزی وينا کوله چی ځانمرګى بريد وشو ،اووه ویشت کسه يې ووژل او پنځوس کسه نور يې ټپيان کړل،په ژوبل شويو کسانو کې له چارسدې څخه دعوامي نېشنل ګوندANP کانديد ښاغلی معصوم شاه هم ټپي شوى دى ښاغلی افراسياب خټک ، بشیر خان عمرزی او لونګین خان ته کوم زيان نه دى رسېدلى . دANP مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان د خپل ګوند له اړخه دری ورځی ماتم اعلان کړ.

د عوامي نېشنل پارټۍ د سرمشر ښاغلي اسفنديارولي خان پېغام!

السلام علېکم و رحمة الله و برکاته، د فرورۍ په يولسمه نېټه د ګل په ورځ شوې دغه غم لړلې پېښه د ټول پښتون قام د خفګان او زيان وجه ګرځېدلې ده. زمونږ ملګري حاجي انور شاه، بختيار خان، قلندر خان، خالق خان، اکبر خان، حکم الله او زبيدالله خان ټول د امن د لارې لاروي وو او د دوي مرګ په اصل کښې دغه غم ځپلې سيمه کښې په ټولو امن خوښو بلکې په امن ګوزار دے. دغه شهيدان زمونږ د خاورې او ټولنې د مامونيت دپاره د بلو مشالونو په څېر دي. د دوي وينه به خدائې هيڅ کله هم هسې نۀ تويوي بلکې دغه وينه به کۀ خېر وي ارومرو د امن د لارې سرنامه ليکي. مونږ له هر لوري د يرغلونو په ولقه کښې يُو او په مونږ دغه يرغلونه نور څوک نۀ کوي بلکې هم هغه قوتونه ئې کوي چې تل ئې د پښتنو سره جنګ پاتې شوے دے. د غم دغه لحظو کښې زۀ په ذاتي طور تاسو سره ځان، د خپل ګوند ټول غړي او ټول پښتون قام شريک ګڼم او دا دعا کوم چې خدائې پاک دي د دغه شهيدانو د قربانۍ نتيجه کښې ټوله پښتونخوا د امن د سېوري لاندې کړي. ستاسو ورور اسفنديار ولي خان - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته