(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشهيد نقيب الله ساپي دشهادت لومړى تلين ولمانځل شو.

[09.Feb.2008 - 22:47] 09.02.2008 پېښور : د امام الدين ساپي دزوى شهيد نقيب الله ساپي دشهادت لومړۍ تلين د پېښور دگل حاجي په پلازه کښې دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د ادارې له خوا دقرآن عظيم الشان په ترڅ کښې ولمانځل شو . دختم مراسموکښې افغان فرهنگيانو ،اديبانو ،شاعرانو او دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز دادارې کارکوونکيو، مخورو شخصيتونو او ژورنالستانو برخه اخيستې وه . دختم برخه والو دشهيد نقيب الله ساپي روح ته دبخښنې دعاء وکړه او دهغه دکورنۍ پاتې کسانو ته يې دتسليت مراتب وړاندې کړل ،خبر زياتوي ،چې دختم برخه وال دشهيد نقيب الله ساپي مزار ته ولاړل او فاتحه يې ولوسته . ديادونې وړ ده ،چې شهيد نقيب الله ساپى تېر کال دفبروري په لسمه دشنبې په ورځ په حيات آباد کښې نامعلومو وسلوالو په شهادت ورساوه .
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته