(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت ګوند (اسد) مشر زيارمل په حق ورسيد

[07.Feb.2008 - 23:00] 07.02.2008 پېښور: د افغان ټولنپال ولسواک ګوند (اسد) مشر محمد عثمان زيارمل د۲۰۰۸ ع کال د جنورۍ دمیاشتی په ۶ نیټه د شپې دولس بجې د زړه د درېدوله لامله په پیښور کی حق ورسيد. د نوموړي جنازه په ۷ جنورۍ د پنجشنبی په ورځ د کونړ دنورګل ولسوالۍ ته ویوړل شوه او په خپله پلرنۍ هديره کښې خاورو ته وسپارل شوه. ارواښاد محمد عثمان زيارمل د تېرو دوه څلوېښتو کلونو راهيسې په ملي مبارزه بوخت و او د افغان ټولنپال ولسواک ګوند(افغان ملت ) په چوکاټ کښې يې خپله ملي نظرياتي مبارزه پرمخ وړله. نوموړي په دغه مبارزه کښې ډېرې ستونزې ګاللي او زندانی شوی هم دی. ارواښاد زيارمل دوه سياسي نظرياتي کتابونه «نړيوال انقلابي غورځنګونه» او «ملي مترقي تګلار- د نيشنليزم خط السيراو تکامل »ليکلي اوځينې نور آثار او ليکنې يې له لا ناچاپ پاتې دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته