(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکولن په ښار کی د ځوانانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

[03.Feb.2008 - 20:56] 02.02.2008 د جرمنى د کولن په ښارکی د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په نوښت د 2008 ع کال د فبرورۍ د میاشتی په لومړۍ نیټه د جمعی په ورځ دمازیګر په پنځه بجو د هورت په ښار کی د ځوانانو لپاره یو ورځنی روزنیز سيمينار جوړشو،چی دګڼ شمیر ځوانانو پرته پکی مشرانو هم ګډون کړی ؤ. دسټیج چاری د ښاغلی زلمی قاضی خیل له خوا مخ پر وړاندی بیول کیدی. سيمينار د ښاغلی انجنیر عبدلغفار ستارزوی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په طلاوت سره پرانستل شو، ورپسی انجنير فريدالله ساپى دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په استازیتوب برخه والو ته هرکلی ووایواو ددی سيمينارپه ضرورت، ارزښت ، موخو او ګټو لنډه رڼا واچوله. د سیمینار لومړۍ لیکنه د ښاغلی ډاکتر لونګ یوسفزی وه چی د نشه یی توکو (سګرټواوالکهولو) د زیانونو په هکله یی په زړه پوری،ګټور مالومات وړاندی کړل.ورپسی ښاغلی ډاکتر شير ولى شير د چرسو، اپینو، کوکاینو او هیروینو د ضررونو، بدو اغیزو او په نشه یی توکو روږدی کسانو د سړیتوب (شخصیت)په اړوند ګټور او اغیزمن مالومات ګډونوالو ته ورکړل. په دوهم پړاو کی ښاغلى محمد اجان يار په مسلمانو اوافغانی کورنیو کی د ټولنیز ادب، د مشر او کشر په اړیکو، دخپل دین، ژبـی، پیژند او کولتور په اړوند لنډه، او ارزښتناکه وینا دخپل خواږه شعر په ویلو سره پای ته ورسوله. پدغه لړ کی ښاغلی محمد رحیم یوسفی د ښوونی او روزنی په ارزښتونو، اړتیاوو ،ګټو او په ځانګړی توګه د هیواد څخه بهر میشتو ځوانانو لپاره ډیرو اړینو او اغیزمنو ټکو ته ګوته ونیوه . دغه راز پدغه اړوند د ښاغلی صاحب الله خسرو روفی له خوا جوړی شوی تمثیلی ټوټی د سیمینار فضا رنګینه کړه چی ښاغلو: عبدالولی برهان، فرمان الله هاشمی، اتل سالارزی، لونګ یوسفزی اوفريدالله ساپى ورسره ملګرتیا کوله. د سیمینار ارزونه د کابل پوهنتون د استاد ښاغلی لطف الله ساپی له خوا وشوه ، ده د روزنیزو او پوهنیزو سیمینارونو په جوړولو زور واچاوه او دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى دغه کړنه یی دقدر او ستایلو وړ وبلله او د خپلی مورنی ژبـی د زده کړی ټینګار یی وکړ. په پای کی ښاغلی انجنیر عبدلغفار ستارزوی له ګډون والو مننه وکړه، سیمینار د شپی په نهو بجو پای ته ورسید.
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته