(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملګري ليكوال كوټي غونډه وشوه

[03.Feb.2008 - 17:26] 03.02.2008 د پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې د ملګري ليكوال كوټي غونډه جوړه شوه د جعمې په ورځ د فروري د مياشتي په لومړۍ نېټه په كوټه كې د ملګري ليكوال كوټي پنځلس ورځنۍ غونډه په Quettaهوټل كې وشوه. په دې غوڼده كې د ملګري ليكوال كوټي كلنۍ ټاكنې وشوې چې پروفيسر محموداياز مشر او پروفيسر نصيب الله سېماب مرستيال وټاكل شول. په دې غونډه كې پروفيسر محمود اياز، پروفيسر نظرمحمدنظر پانيزى، ډاكټرعبدالرؤف رفيقي ، عمر ګل عسكر ، شفيق العلم معذور يار، مقدس خان معصوم، خليل باور، حبيب الرحمٰن تاثير، جاويد اقبال، حافظ رحمت نيازى، باركوال مياخېل، نياز خلجې ، عارف تبسم، پروانه ، باوري ، ارسلا خان كاكړ، او مر تضٰى خان ، برخه اخيستې وه . ښاغلي نظر محمد نظرپانيزي د غونډي په پاى كې په زړه پوري او عالمانه وينا وكړه، او له نوې قابينې څخه يې د لا زياتو كارونو غوښتنه وكړه. دۀ وړاندي وويل چې له نويو ځوانانو څخه دا هيله كېږي چې د پښتو ژبي او ادب دپاره نه ستړي كېدونكې منډې ترړې وكړي . دا رنګه پروفيسر محمود اياز هم د ټولو ملګرو مننه وكړه، او د ژبي او ادب د لا خدمت د پاره يې ملګرو ته ډاډ وركړ او ژمنه يې وكړه چې موږ به كار كوو . هغه وويل چې بايد سړى څلرويښت ساعته د خپلې ژبي او كلتور و خدمت ته ملا وتړي، په خاصه توګه پښتانه، ولې چې پښتانه په مذهب ، كلتور ، او ژبه ، ولاړ خلك دي. ياده دي وي چې دا ټاكنې د ښاغلي پروفيسر نظرمحمدنظرپانيزي، او مرتضٰىخان تر څارنې لاندې سرته ورسول شوې www.larawbar.com - لراوبر
بېرته شاته