(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمدظاهربابري سره دخواخوږۍ څرګندونه

[30.Jan.2008 - 22:27] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپېښور په کونصلګرۍ کښې دکولتوري چارو دمشر ښاغلی محمدظاهربابري پلار حاجي محمد هاشم خان په پېښور کښې دورپېښې ناروغۍ له لامله له دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، ښاغلی محمدظاهربابري ته د لوی خدای له درباره دصبر ، زغم او ارواښادحاجي محمد هاشم خان ته د جنت فردوس غوښتنه کوی او له درنی کورنۍ ، دوستانو او ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي .اروا دی ښاده وی. په درناوي نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته