(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايران له کابل سره دوه مخى سياست کوي

[30.Jan.2008 - 20:21] BBC 30.01.2007:په کابل کې د امريکا دمتحدو ايالتونو سفير، ايران د افغانستان په وړاندې په دوه مخي سياست تورن کړ. د امريکا د متحدو ايالتونو سفير ويليام ووډ يوې غونډې ته وويل که له يوې خوا ايران د افغان حکومت سره مرستې کوي خو بل لوري اورپکي له دغه هيواده وسلې تر لاسه کوي او په زرگونو افغان کډوال شړي. دا لومړى ځل دى چې په کابل کې يو لوړ پوړى امريکايي چارواکى ايران دافغانستان په وړاندې په دوه مخې او ناڅرگند سياست تورنوي. په کابل کې د امريکا د سفير خبري غونډه په افغانستان کې د سولې په ټينگښت ،بيارغونې،د نشه يې توکو او اداري فساد په وړاندې پر مبارزې او له دغه سره د امريکا په مرستو را ټوله وه. د غونډې په ترڅ کې د امريکا سفير ويليام ووډ پر ايران تور ولگاوه چې د افغانستان په وړاندې ناڅرگند سياست لري. د ښاغلي ووډ په وينا که چيرې ايران ظاهرا له افغانستان سره مرستې کوي له بل لوري افغان کډوال شړي او له دغه هيواده اورپکو ته د وسلو مرستې رسيږي. په دې کې هيڅ شک نه شته دى چې وسله وال اورپکي له ايرانه وسلې تر لاسه کړي دي د امريکا سفير هغۀ وويل: '' په دې کې هيڅ شک نه شته دى چې وسله وال اورپکي له ايرانه وسلې تر لاسه کړي دي. دا هم په ډاگه شوې چې ايران افغانستان ته مرستې ورکوي. خو دا چې دغه چارې له افغانستان سره د مرستې او يا لاس وهنې په مانادي دا پوښتنه تاسو ته پريږدم او په دې زه نه پوهيږم. که چيرې زما شميره سمه وي نو تر ٢� � ٧ کال پورې شاوخوا درې نيم سوه زره افغان کډوال له ايرانه افغانستان ته شړل شوي دي. له ايران سره اړيکې د افغانستان لپاره ( مجهوله) ناڅرگندې دي.'' د ښاغلي ووډ له خبرو داسې بريښي چې امريکا د افغانستان او ايران له اوسنيو ډيپلوماتيکو اړيکو دومره خوښ نه دى. په کابل کې د امريکا سفير په داسې مهال ايران د افغانستان په اړه په دوه مخي سياست تورنوي چې په دې ورستيو مياشتو کې له دغه هيواده په زرگونو افغان کډوال په زوره شړل شوي دي. له دې وړاندې څوځلې افغان چارواکو د دغه هيواد په سويل او لوديځو ولايتونو کې د ايراني وسلو ا و ماينونو د نيولو ادعاوې کړې خو ايراني چارواکو وار دمخه دغه تورونه بې بنسټه بللي دي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته