(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی په مورنۍ ژبه د زده کړې پوهنیز سيمينار

[28.Jan.2008 - 21:56] جرمني ۲۷/۱/۲۰۰۷: د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍ پر ۲۶ ( د ۱۳۸۶ ل . د سلواغې شپږمه ) په اروپا کې د افغاني کولتوري ټولنو د ګډې جرګې له لورې ، د ملګرو ملتونو د کولتوري سازمان (يونسکو) له خوا د ژبو د نړيوال کال د اعلانېدو او په فبرورۍ کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ يو علمي سيمينار جوړ شو . په دغه علمي سيمينار کې چې « په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار» تر سرليک لاندې جوړ شوی و ، د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو يو شمېر پوهانو، ليکوالو ، د ښوونې او روزنې يو شمېر مينه والو او د کولتوري ټولنو استازيو ګډون کړی و. په سيمينار کې د ښوونې او روزنې او نړيوالو حقوقو يو شمېر پوهانو او متخصیصينو د مورنۍ ژبې پر ارزښت ، اړتيا ، ستونزو او د حل پر لارو ويناوې او مقالې وړاندې کړې . په دويمه برخه کې پر ويناوو ، مقالو او موضوع علمي بحث وشو او پر بېلابېلو وړانديزونو خبرې اترې وشوې . د سيمينار برخه والو لاندی ټکي د پايلو او وړاندینو په توګه تصويب کړی چی د پښتونخوا خبریال یی څو وړاندینی خپلو درنو لوستونکو ته وړاندی کوی. ۱. موږ د افغانستان په هر ګوټ کې د هېواد ټولو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د ليک لوست د زده کړې جدي غوښتونکي يو، په تېره بيا د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد پښتو ژبو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پيل شي . د افغانستان د اساسي قانون د 43 مادې او د پوهنې وزارت د ښوونيزو او روزنيزوپرنسيپونو پر اساس هر افغان ماشوم حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې تر سره کړي او دولت مکلف دی چې د پورتنيو احکامو له مخې په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر کړي . ۲ . موږ غوښتنه کوو چې په کابل ښار کې په بېلابېلو سيمو کې د پښتو او دري ژبو د ښوونځيو د عادلانه ويش او د دويم بديل په توګه په بېلابېلو سيموکې د ټولګيو د وېش او يا بل غوره بديل په اړه غوڅ ګامونه واخيستل شي . ۳ . موږ په دې ټينګار کوو چې د ماشوم د دغه حق د مخالفينو او د ملي يووالي د غليمانو د دې نظر پر خلاف چې د ټولګيو او ښوونځيو وېش د قومونو وېش دی ، برعکس دا په افغانستان کې د ژبو د نږدې والي او د اولس د نږدې والي يوازينۍ لار او د ټينګښت ستنه ده . ۴ . موږ د ملګرو ملتونو د يونسکو له سازمان څخه هيله کوو چې د افغان ماشومانو لپاره د نړيوالو قوانينو پر بنسټ، په مورنۍ ژبه د زده کړې دشرايطو په برابرولو کې لازمې مرستې وکړي . ۵. موږ په هېواد کې دننه او بهر له ټولو ټولنيزو او کولتوري سازمانونو او له رسنيو څخه هيله کوو چې په دې برخه کې د ښه پوهاوي او ماشوم ته په مورنۍ ژبه د زده کړې د ارزښت او حق په برخه کې د خپلو تبليغاتو له لارې هلې ځلې وکړي . ۶. موږ وړانديز کوو چې له يونسکو ، په اروپا کې د افغاني کولتوري ټولنو له بېلابېلو مرکزونو ، له اړونده افغاني چارواکيو او ادارو او دغه راز د هېواد په داخل کې له کولتوري او تعليمي مرکزونو سره ، د چارو د غوره سنبالتيااو د دې موضوع د تعقيب لپاره د کار يوه کميټه وټاکلی شي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته