(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان شلم تلين په افغانستان او جرمني کې ولمانځل شو

[28.Jan.2008 - 20:58] جلال اباد :دباچا خان ټولنه، ۲۷/۱/۲۰۰۷: په اسلام کې د عدم تشدد لارښود او د خدايي خدمتګار د تحريک د بڼست ايښودونکی خان عبدالغفار خان( باچاخان) شلم تلين د سلواغې په څلورمه په جلال اباد ښار ولمانځل شو. غونډه دباچا خان دټولنی مشر ښاغلی شان باچا شینواری له خوا پرانستل شوه دغه لمانځغونډه چی په جلال ابادښار کې جوړه شوی وه دباچا خان دټولنی مشر ښاغلی شان باچا شینواری له خوا پرانستل شوه . په غونډه کی د لر او بری پښتونخوا ګڼ شمېر مشرانو او د باچاخان مينه والو ګډون کړى ؤ . د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفارخان (فخرافغان) باچاخان ، په ١٨٩� ميلادي کال کې د کوزې پښتونخوا د چارسدې په اشنغرکې زېږېدلى او په ١٩٨٨ ميلادي کال کې په حق ورسېد . يادې شوې غونډې ته د پښتون دپښتون سټوډنټس فيډرېشنمشر بشير شېرپاو وويل چې باچا خان خپلو خلکو ته د خپلې خاورې او خپل اختيار فکر ورکړى و . هغه زياته کړه، تر څو چې ځوانان د باچاخان فکر او فلسفه خپله نه کړي نو د پښتنو د يو ځاى کېدو امکان نشته . د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار نجيب منلي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د باچاخان مبازره يواځې پښتنو پورې محدود نه وه ، بلکې ډېرو محکومو ملتونو ترې درس اخيستى دى . جرمنی۲۷/۱/۲۰۰۷ : د افغانستان مالوماتي مرکز (افغانيک) مشر ډاکتر یحیی وردک لخوا د جرمني د بن په ښار کې دیکشنبی په ورځ، د ٢� � ٨ ع کال د جنوري په شلمه نیټه د باچا خان د تلين دلمانځلوغونډه رابلل شوی وه په دی غونډه کی ۲۰۰۸ ع کال د باچا خان د کال په نوم اعلان شو او د هېواد په دننه او بهر کې د رسنيو او کولتوري کړيو څخه هيله وشوه، چې سږ کال د باچا خان د ژوند او کارنامو او په اسلام کې د عدم تشدد په اړوند بيلابيلې خپرونې او څه ناڅه يوه خاصه خپرونه جوړه کړی - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته