(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کومکی غږونه

[21.Jan.2008 - 20:54] کومکی غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دی: يو ډول يې خوځندې (حرکتونه) او بل ډول يې توری دی. موږ ټول اصلی توری د دغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلی يا چوپ توری بې د کومکی غږونو له مرستې نه ويل کيږي. په پښتو کې دغه وروسته خوځندی موجود دی: الف. زور لکه: ور، غر، غږ. ب. زور لکه: شل، وچ، مچ. ج. زير: دا خوځندی اوس د پښتو کلمو په سر کې نه راځي او په دخيلو کلمو کې استعماليږي. لکه: ګل، بل، عالم. د. پيښ: دا خوځندی هم د پاړسی او عربی په دخيلو کلمو کې راځی. لکه: مل، تجاهل. ٥. په پښتو کې کله کله په يو نيم حرکت باندی د آواز زيات فشار او زور راځی، چې هغه ته خج (اکسنټ) وايی. د خج په راتلو د يوې کلمې معنې له بلې څخه توپير کوی. لکه: غوټه. که د آواز زور په اوله څپه يعنی (غ) راشی، د ((ګره)) معنی ورکوی او که په دوهمه څپه، يعنی ((ټ)) راشی، نو د غوټه معنی لری. يالکه (بډ) که خج په ((ب)) راشی، د رنګ معنی ورکوی او که په ((ڼ)) راشی، د پر مرغ معنی لری. ٦. غړوندی (سکون) په پښتو کې دغه وروسته قاعدې لري: الف. په پښتو کې په ساکن توری باندې پيل کول، روا دی او د نيم حرکت په ډول ويل کيږي. لکه: سپوږمۍ، لمر، پسرلۍ، نښه. ب. په پښتو کې تر درې ساکنو پورې هم يو ځای راتلای شي، مګر په دې شرط چې لومړی ساکن يې يو کومکی توری وی. لکه: مياشت، څلويښت، پنځوس. (پوهندوست) - پوهاند صديق الله رښتين
بېرته شاته