(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چارلي ویلسن جګړه

[20.Jan.2008 - 20:24] د افغانانو سره د امریکا د مرستو په اړه د هالي ووډ یو نوی فلم د هالي ووډ په فلمي نړی کې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل نه وروسته د افغانانو سره د امریکا د مرستو په اړه یو نوی فلم جوړ شوی دی. دغه فلم د چارلي ویلسن جګړه نومیږې او قصه یي په دې راتاویږې چې د ولسې جرګې غړي چارلي ویلسن څه ډول د امریکا حکومت دې ته قانع کړ چې د روسانو د ماتې لپاره افغان مجاهدینو ته وسلې ورکړې. ددغه فلم نوم د چارلي ویلسن جگړه ده چې د مشهور بې عقیدې او ځینې وخت بې مسولیته امریکایي کانگرسمین، چارلي ویلسن، ژوند او زمان تمثیلوي. ولي د امریکا کانگرس یو څه وايي او کوي... هیڅ هم نه؟ همدغه رواج دی! چارلي ویلسن چې ټولنیزو اصولو ته د یو بې مسؤلیته کس په توگه مشهور وو، هغه په ټولنه کې په یو بل شکل وځلید چې په افغانستان باندي یي د شوروي د یرغل ډیر کلک مخالفت وکړ.
د فلم انجلی، جولیا رابرټس، د تکساس د مشهور ټولنیز او کمونیزم مخالف شخصیت جوانې هیرنگ نقش لوبولی دی.
د امریکا مشهوره فلمي لوبغاړی، ټام هینکس چې په فلم کې د چارلي ویلسن نقش لوبوي، وايي: اصلي چارلي ویلسن هیڅ ډول مرسته نده سپمولې: ”په پیل کې هغه مونږ ته په واضحه توگه وویل 'ته زما په اړه هر څه ویلي شي ځکه هر څه حقیقت لري او همداسي شوي دی او هر څه په ما تیر شوي دي. خو هغه زما څخه یو شی وغوښتل چې فلم کې اصلي هدف ته باید ډیره توجه وشي.' افغانستان ته د کمونستانو د راتگ د لومړی ورځې نه ما د افغانانو د آزادی د جگړې سره ډیره مینه درلوده.” د فلم انجلی، جولیا رابرټس، د تکساس د مشهور ټولنیز او کمونیزم مخالف شخصیت جوانې هیرنگ نقش لوبولی دی چې چارلي ویلسن په کانگرس کې د افغانانو د جگړې ته د ملاتړ د جلبولو مبارزې ته هڅوې. ”تاسي د امریکا د باندنیو چارو د وزارت، د پنتاگان او د سي ای اې په منځ کې واقع یاست چې د پټو عملیاتو لپاره تاسي همدغو دریو ادارو ته اړتیا لری. په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي څه ده؟ اکتور فیلیپ هافمین د سي ای اې د هغه ایجنټ نقش لوبولی دی چې د بې وزله افغانانو لپاره یي د وسلو په برابرولو کې د چارلي ویلسن مرسته کړې وه او د هندي سینما مشهوره ستوري اوم پوري په هغه وخت کې د پاکستان د جمهور رئیس ضیا الحق کرادار تر سره کړی دی. د چارلي ویلسن هلو ځلو امریکا دې ته قانع کړه چې په افغانستان کې د شوروي مخالفې جگړې لپاره کلنی بودیجه د پنځه ملیونه ډالرو څخه پنځه سوه ملیونو ډالرو ته لوړه کړې او هغه وسلې ورکړې چې د روسانو پرضد یوه موثره جگړه پر مخ ولاړه شي.
د امریکا مشهوره فلمي لوبغاړی، ټام هینکس
جولیا رابرټس: ”دا ډول قصه لیکل ناممکنه کار دی ځکه د داسي یو کار هیڅ تصور نه شي کیدلی. تر هر څه وړاندې خلک په دې باور نلري چې یوازي یو کس دي د دومره لوی تغیر اساسي عامل وي". د شوروي د ماتې نه وروسته د افغانستان د بیا آبادی لپاره د چارلي ویلسن له لوري د مرستو جلبولو هڅو په زړه پوري نتیجه ورنکړه خو د هغه د هڅو هغه برخه چې سترې لاسته راوړنې یي درلودې یوه خوندوره او هڅوونکې قصه ده. -
بېرته شاته