(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګ اوس په افغانستان کې پیل کیږی

[20.Jan.2008 - 19:59] د انسو ANSO يا په افغانستان کې د نادولتي موسسو د امنيت ټولنه په يوۀ تازه راپور کې وائې، جنګ اوس په افغانستان کې پیل کیږی، په داسی حال کې چې طالبانو په دوه زره اوم کال کې ځینی ځایونه نیولی وو. د افغانستان دغیردولتی د امنیتی مؤسسی دفتر پرون دشنبی په ورځ یو رپوټ خپورکړیدی چې وائې، په راتونکی کې به دوه زره اوم کال ته دداسی کال په نظر کتل کیږی چې طالبان په جدی توگه په جنګ کې شامل شول. امریکا د یو د پاسه په دوه زرم کال کې طالبان راوپرزول مګر رپوټ څرګندوی چې د طالبانو له ماتی نه داسی څرګندیږی چې دوی په سټراټیجیکی توګه په اسانی په شاتګ وکړ په ځای ددی چې واقعی نظامی ماتی وخوری. تیرکال په افغانستان کې د طالبانو پوری مربوط تاوتریخوالی زیات شوی وواو دغه مؤسسه وائې، دوه زره اتم کال به دوه زره اوم کال ته ورته یوکال وی. 20.2008.jan - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته