(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان د شلم تلین مقدماتي غونډه

[19.Jan.2008 - 20:45] ۱۹/۱/۲۰۰۸:د عدم تشدد لارښود، خدايې خدمتګار و د غورځنک بنسټ ایښودونکی ، خان عبدالغفار خان « باچا خان » د شلم تلین د لمانځنې د آمادګی لپاره د جرمني په بن ښار کې د۲۰۰۸ ع کال د جنوري په شلمه نيټه یوه مقدماتي غونډه جوړیږی. د دی لپاره چې سږ کال دغه تلین په ښه توګه ولمانځل شی (بیلابیل سمینارونه، د فلمونو ښودنې، معلوماتي غونډې او د کتابونو چاپول)، د باچا خان د تلین په ورځ (د جنوري په شلمه) علاقمندو هېوادوالو ته د ګډون بلنه ورکول کېږی. هیله مند یم، چې موږ د خپلو عملي وړانديزونو او په دغه لوی کار کې د خپلې برخې په اجرا کولوسره زموږ د باچا هېر شوی غږ راژوندی کړو. نوټ: تاسو کولای شی، چې د پوستې او بریښنالیک له لارې هم زموږ سره اړیکې ونیسۍ او په دغه کار کې شریک شی. وخت: یکشنبه، د ٢� � ٨ کال د جنوري شلمه، د مازدیګر څلوربجې ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار آدرس: Seminar-Raum / AFGHANIC (im Brunn Autoland) Justus-von-Liebig-Str 24 53121 Bonn, Germany معلومات: Tel 0228 - 409 76 30 Mobil 0174 741 73 06 [email protected] د مهاتما گاندي شپېتم او د باچا خان شلم تلین د ٢� � ٨ کال په لومړۍ میاشت کې د عدم تشدد د دوو لومړنیو لارښوونکود مړينې شپیته او شل کاله پوره کېږی. خو د دوی په ټاټبیو کې لاتر اوسه زورزیاتی له منځه نه دی تللی. په افغانستان او پاکستان کې وضعه لا نوره هم کړکیجنه او ورځ په ورځ خرابیږی. که څه هم د سولې او آزادی دغه مخکښان د خپلی سیمې د هېوادونو او ولسونو دغې بنسټزی ستونزی ته ځیر او د حل لاره يې پیدا او په بریالیتوب سره عملی کړی هم وه، خو له بده مرغه چې د دوی لاره د دوې ولسونو او اولادونو تعقیب نکړه. که گاندی جې او غفار خان نن ژوندي وای او موږ ورڅخه د اوسنی کړکيج څخه د خلاصون د لارې پوښتنه کړې وای، دوی به نن هم دا ویلی وای، چې د ولسونو د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د خپل حق غوښتل د عدم تشدد له لارې د حل لاره ده. د باچا خان د خپل اوږد ژوند څه کم هره دریمه ورځ خپل ولس ته د کار او جدو جهد له کبله په بند کې تیره کړی ده. که مهاتما گاندي په خپل ولس او نړیواله کچه پېږندل شوی دی، خو باچا خان او د ده د ژوند یوه مهمه فلسفه (په اسلام کې عدم تشدد) نه په خپل ولس، نه په اسلامي هېوادونو او نه په نړی کې ډیر خلک پېږني. حال دا چې نن موږ داسی یوې لارې ته د پرون څخه لا زیات اړتیا لرو. نو پکار ده، چې لومړی موږ خپل ځانونه د ده د ژوند او لارښودنو څخه خبر او بیا يې سیمی، اسلامي هېوادونو او ټولې نړئ ته وروپیږنو. په جرمنی کې د افغانستان معلوماتي مرکز(افغانیک) په نظر کې لری، چې په دغه مناسبت بیلابیل سمینارونه، د فلمونه ښودنې، د کتابونو چاپول او معلوماتي غونډې په آلماني او پښتو ژبو جوړې کړی. د قدرمنو هېوادوالو څخه په درنښت هېله کېږی، چې د باچا خان په هکله خپلې لیکنی په تیره بیا په لاندی برخو کې موږ ته راولیږي: د مهاتما گاندی او باچا خان نږدیوالی په اسلام کې تشدد او عدم تشدد په افغانستان کې د باچا خان ژوند انجمن اصلاح افاغنه، پښتون مجله او خدايي خدمتگاران په افغانستان باندی د شوری یرغل او د باچا خان نظر باچا خان او نن ورځ سر بیره پر دی، موږ غواړو چې په اسلام کې د عدم تشدد او باچا خان په هکله یو نوی کتاب چاپ کړو، نو هیله مند یو، که عکسونه، خاطرې، لیکنې ولری، نو موږ ته يې د چاپولو لپاره په لاندې آدرس راواستوئ. ډاکتر محمد یحیی وردک بن ښار، د ٢� � ٨ م کال جنوري، افغانیک د باچا خان ارمان: زه یو خوب وینم، یو لوی ارمان لرم. زما د ولس حالت د صحرا د هغه گلونو په څېر دی، چې صحرا کې زرغون شي، څوک ېی غم نخوري، یو څو ورځې پس مړاوی شي او بیا د خاورو سره خاوری شي. زه غواړم چې زما ولس د یو بل سره په غمونو او ښادۍ کې شریک وی. زه غواړم چې زما ولس د قام د خوشالۍ لپاره د برابرۍ په بنیاد د یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي. زه غواړم چې دوی خپل ملي رول ولوبوي او الله تعالی او بشریت ته د خدمت له لارې، د نړۍ د نورو ولسونو په قطار کې خپل مناسب ځای ونيسی. AFGHANIC Postfach 1327 53003 Bonn, Germany Tel +49 228 - 409 76 30 Fax +49 228 - 409 76 39 Mobil +49 174 741 73 06 [email protected] www.afghanic.org- ډاکتر محمد یحیی وردک
بېرته شاته