(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برتانوي ساينس پوهانو مصنوعي وينه جوړه کړه

[02.Jan.2008 - 22:18] له ټايمز اف انډيا څخه : برېښ: 02.01.2008 برتانوي ساينس پوهانو (پلاستيکي مصنوعي) وينه منځته راوړې ، هغوي دعوه کړې چې د طبيعي وينې ځاى به ونيسي چې دغه مصنوعي وينه به په آسانۍ سره ساتل کېږي او کېدلى شي چې په جګړه ايزو شرايطو کې له دې ډول وينې څخه په زياته اندازه کار واخيستل شي څېړنکو دعوه کړې چې ټپي شوي سرتيري او هغه څوک چې په پېښو کې ژوبل کېږي د دوي ژوند به د پلاستيکي وينې په وسيله وژغورل شي. مصنوعي وينه له مکروب څخه پاکه وينه ده چې په آسانۍ سره د ساتلو ده او هر ناروغ ته د رګ له لارې په زياته اندازه د ورکولو وړ ده چې د ناروغ د وينې ګروپ ورباندې هم څه اغېز نشي لرلى. مصنوعي وينه د زياتې مودې لپاره د کار وړتيا نه لري خو کولى شي چې ناروغ تر هغه وخت پورې ژوندى وساتي ترڅو چې ورته سمه طبيعي وينې نه وي رسېدلې. له دغې مصنوعي وينې څخه به په هغو ځايونو کې ګټه اخيستل کېږي چېرته چې حقيقي وينه نه پيدا کېږي. ددې مصنوعي وينې په ترکيب کې بهېدونکي شات (عسل) هم ګډون لري ، دغه مصنوعي وينه په شيفيلډ پوهنتون د متخصيصينو له لوري منځته راغلې. لانس ټاومن چاچې د دغې وينې په منځته راتګ کې پنځه کلونه وخت لګولى داسې وايي: ( موږ ددې توليد د ځواک په اړه ډېر زيات په تعجب کې يو خو دا يو حقيقت دى چې دغه وينه به ژوند خوندي کړي.) حقيقي وينه بايد په ځانګړي يخچال کې وساتل شي چې د يخچال په خانه کې يې عمر تر يوې مياشتې نه اوړي. ناروغ ته د وينې د ورکولو په وخت کې هم بايد ډېر زيات غور وشي چې ورکونکې وينه بايد د ناروغ له وينې سره سر وخوري ياني د وينې ګروپ يې بايد يو شان وي. مصنوعي وينه له پورته يادو شويو ستونزو څخه پاکه ده. دغه وينه د کوټې په تودوخه کې تر مياشتو مياشتو پورې خوندي ساتل کېداى شي. دغه مصنوعي وينه چې لا تر اوسه په انسانانو کې نه ده آزمويل شوې له ميليونونو پلاستيکي ماليکولونو څخه جوړه شوې ده. د ماليکولونو اندازه او شکل هيموګلوبين ته ورته دى کوم چې بدن ته د اکسجن د رسولو دنده په غاړه لري ، دغه ماليکولونه هم د هيموګلوبين په څېر اکسجن له سږو څخه اخلي او د بدن په نورو نسجونو کې يې خوشې کوي. ددې احتمال نه ليدل کېږي چې تر يوې پېړۍ پورې به له دغې پلاستيکي وينې څخه څوک ګټه واخلي خو يوه بېلګه به يې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د مى د مياشتې په ٢٢ مه نېټه چې د جوزا د مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري د لندن ساينس موزيم کې نندارې ته وړاندې شي. د نيوکسټل پوهنتون څېړونکي هم وينې ته د تعويض په مادې باندې کار کوي ترڅو څرګنده وينه پيدا کړي. دغه وينه به د حقيقي وينې په پرتله ٤� وارې زيات اکسجن انتقالوي. - زيارمل
بېرته شاته