(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يونسکو٢� � ٨کال دژبو په نامه ونوماوه

[02.Jan.2008 - 21:12] :02.01.2008دبی بی سی د خبر له مخی د يونسکو مشر کويچرو ماتسورا په يو ليکلي پيغام کې روان زيږدي کال د ژبو د کال په نامه ياد کړى دى . ښاغلي ماتسورا په دې پيغام کې ويلي دي چې دوى ته ژبې ډير ارزښت لري او په دې هيله يې دا اعلان وکړ چې ژبې له مړينې څخه وژغوري. يونسکو په دې پيغام کې ويلي دي چې له دې کار څخه يي موخه په نړيواله کچه د ژبو ترمنځ د انډول او نژدې والي رامنځته کول او د سيمې او نړۍ په کچه د څو ژبو په رسميت پيژندل او هغوى ته وده ورکول دي. د روان زيږدي کال دفرهنگي کړنو ترمنځ د همغږۍ چارې هم يونيسکو ته سپارل شوي دي . يونسکو ژمنه ده چې په اقتصادي،سياسي ، رسنيزو او انټرنيټي چارو کې د څو ژبو دکارونې او رسمي پيژندنې په برخه کې خپله دنده په سمه توگه ترسره کړي. په رپوټ کې انديښنه ښوول شوې چې د راتلونکو څو کلونو په ترڅ کې له٧� � � نړيوالو ژبو څخه به يې نيمايي مړې او له منځه ولاړې شي. د مرگ له گواښ سره مخامخ، له ٤ سلنې څخه لږې هغه يې په مدرسو،ښوونيزو مرکزونو او دانټرنيټ پاڼو په مجازي نړۍ کې او ډيرى نورې يې بيا په بيلا بيلو سيمو کې کارول کيږي. ملگرو ملتونو لارښونه کړې چې، د ژبو په وړاندې دراولاړشوي گواښ د مخنيوي لپاره بايده هره ژبنيزه ټولنه لومړى له خپلې مورنۍ او بيا بهرنۍ ژبه وکاروي . همدا رنگه د يونسکو د مشر په پيغام کې هغه وگړي چې د ډيرکيانو په ژبه خبرې کوي هڅول شوي دي چې له خپلې ژبې پرته بله سيمه ييزه ژبه هم زده کړي. يو نسکو هر زيږدي کال د يو څه په نامه نوموي او تير کال يې دبلخ دمولانا جلال لدين په نامه ياد کړ. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته