(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملنګ جان پنځوسم تلين ونمانځل شو

[31.Dec.2007 - 19:46] په بلجیم کې دافغانانو کلتوری ټولنه (کلتوری بهیر)دهیوادد نومیالی ،ملی او ولسی شاعر خدایبخښلی ملنګ جان پنځوسم تلین د روان 2007 کا ل دډسمبر دمیاشتې په 29مه نېټه ددغه هېواد په پلازمېنه ، دبروسل په ښار کې د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ونمانځه . په دې غونډه کي د اروپا له يو شمېر هيوادونو څخه ليکوالو ، پوهانو او د ارواښاد ملنګ جان مينه والو له خوا مقالې ، ويناوي او د بېلابېلو کلتوري ټولنو او اشخاصو پيغامونه واورول شول . غونډي ته سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار له افغانستانه د ټيلفون پر کرښه خپله ارزښتناکه وينا هم واوروله . نوموړي غونډي درې برخي لرلې چي لومړی يې د پيغامونو او مقالو ، دوهمه برخه يې مشاعره او دريمه يې د ټنګ ټکور برخه وه . ددې غونډي بشپړ راپور او انځوريز البم له ويډيوي تصويرونو سره ډير ژر له لراوبر ويبپاڼي خپرېږي . - لراوبر ټکی کام
بېرته شاته