(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ پرسيند ديو پول دجوړولو کار پيل شو

[29.Dec.2007 - 14:23] چغه سرای : د کونړ پر سيند د شيګل په ولسوالۍ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت ديو غټ پول د بنسټ ډبره چی څلور متره سور او ١� � متره اوږودوالى لري دکونړ د والي ښاغلی سيد فضل الله وحيدي او د قومونو او قبايلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلی وحيد الله سباوون لخوا په 27.12.2007نیټه کېښودل شوه، چې لګښت یی د ولايتي بيارغونې ډلې يا پي ار ټي PRTلخوا ورکول کېږي او د نوي صافي ساختماني شرکت لخوا جوړېږي چی کار به يې په يو کال کې بشپړ شي . د کونړ سيند چې د شيګل ولسوالۍ پر سينه تېر شوى، دغه ولسوالي يې پر دوو برخو ويشلې ده ،د سيند پورې غاړه سيمه دشلټن درې په نوم يادېږي او دې غاړه ته يې نورستان پروت دى . د شلټن اوسېدونکي وايي چې دوى د ژوند له ټولو اسانتياوو محروم ؤ، د ولسوالۍ وداني، لېسه ، ښوونځي او کلينيکونه ټول د سيند پورې غاړه د شيګل په دره کې ؤ. دشلټن ددرې په سلګونه کلي ، او د اسمار او مرورې ولسوالۍ يو شمېر سيمې به هم له دې پول څخه ګټه پورته کوي دکونړ د والي وويل چې دوى په پام کې لري چې دولايت په بېلا بېلو سيمو کې د کونړ پر سيند پنځه نور پاخه پلونه جوړ کړي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته