(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمود خان او اسفندیار دبې نظیرې فاتحه وکړه

[29.Dec.2007 - 13:56] ARY One World:29.12.2007 او آج تلویزیونونه: نن د خالي په ورځ د پښتونخوا ملي عوامی ګوند PkMAP مشر محمود خان اچکزي او د عوامي نیشنل ګوند ANP مشر اسفندیار ولي خان د سند د ایالت په لاړکانه کې د بې نظیربوټو مېړه اصف علي زرداري او زوی بلاول ته د خدای بخښلې فاتحه وکړه. دوی د پاکستان د نورو ګوندونو د مشرانو سره یوځای د نوډېرو په کلي کې په بوټو هاوس (کور) کې فاتحه ولوستله .محمود خان اچکزي رسنیو ته وویل چې مونږ دبې نظیر بوټو په قبر ګلان کېښودل او ویې ویل چې دا د ټول هېواد خفګان دی . هغه دا هم وویل چې د اد پاکستان لپاره ډېره خطرناکه پېښه ده. دوی چې کله د بې نظیر بوټو په قبر ګلان ایښودل نو خلکو دا چغې وهلې چې: بې نظیر بېقصور ، یا رسول یا رسول. د ګوندونو په مشرانو کې نواز شریف هم موجود ؤ چې د نوموړي د رسېدو سره سم د خلکو د ګوند غړو د پنجاب په ضد سخت شعارونه واورول چې په دې شعارونو نوازشریف لږ خفه هم شو.
- ټول افغان
بېرته شاته