(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مننه او خوښنه

[26.Dec.2007 - 22:17] زه دخپلی کورنۍ له خوا دهیواد دننه او بهر ټولو هغه دوستانو، ملګرو ، خپلوانو، کلیوالو او عزیزانو څخه چې ز مونږ سره یی د اروا ښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال په غم کی ځان شریک کړی، دخواخوږۍ او غمشریکۍ پیغامونه یی راليږی، په جنازه او فاتحوکې یی ګډون کړی دی د زړه له کومی مننه کوم . همداراز د پښتون قامی وحدت ستر لارښود او دعوامی نیشنل ګوند مشرښاغلی خان لالا محمدافضل خان، د افغانستان د جمهوری ریاست د کولتوری چارو مشرښاغلی زلمی هیوادمل،دساپي پښتو څېړنو اوپراختيا دمرکزبنسټ ايښودونکى ښاغلی امام الدين ساپى ، او مشر ښاغلی عبدالروف قتيل خوګیاڼی، په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې مشر ښاغلی پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ، د سلام فرهنګي ټولني مشر ښاغلی پوهنوال رسول باوري ، په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک دکولتوری خدمتونو مرکز مشر ښاغلی یوسف هېواددوست ،د پښتونخوا د پوهنی دیری مشر ښاغلی لایق زاده لایق او د پوهنی دیری ستر سکرتر ښاغلی عبدالبصیر بیدار ،په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير، په جرمنی کی دکونړ د ځوانانودکولتوری ټولنی ،د افغان کلتوري ټولنو جرګی او همدا راز په نوی ډیلی کی دنهروپوهنتون استاد ښاغلی خالق رشید، ښاغلی الحاج محمد نادر سرشار، ښاغلی ډاکټر احمد احسان زمانې د خبری رسنیو له لاری د غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغامونه راليږی ډیره مننه ، خوښنه اوقدردانی یی کوم . د ښاغلی انجنیر محمد رحیم یوسفزی، محمد شریف یوسفزی او د همایون ابدالی څخه ډیره مننه چی مونږ سره یی په جرمنی کی د جنازی په مراسمو کی پوره منډی ترړی وهلی . لوی خدای ج تاسو ټولو ته ستاسی د زحمتونو اجرونه درکړی او د ژوندپه چارو کی مو بریالیتوب او سرلوړی غواړم. په درناوی استاد شیریندل ګردیوال - استاد شیریندل ګردیوال
بېرته شاته