(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پرله پسې ۲۰۳- ۲۰۴ ګڼه چاپ شوه

[25.Dec.2007 - 20:05] دعوت پر له پسې ۲۰۳- ۲۰۴ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي: سرلیکنه محمد طارق بزګر • پاکستان هر کال د افغاني غالیو له لارې ۱۳۰ ملیونه ډالر ګټي (خبر) • د برلین نړیوال کنفرانس محمد طارق بزګر • • نیواک او پاڅون دواړه ملت ځپي طالب جان خواخوږی • ځواکمنو امریکایانو (شعر) عمر پاڅون • د یوې ژبخورې ژبې یرغل او د پښتو او دري ژبو برخلیک پوهنمل محمد اسمعیل یون • د قرغزیاو او پښنو اړیکې د انګیرنو په هنداره کې پښتونځار عبدالودود • طالبانو! دا هر څه ستاسو د ناځوانۍ له شامته اسمعیل خیل • دا نوې ژبه وپیژنه د احساساتو ژبه ارواپوه ډاکټر حبیب الله ببرکزی ځدراڼ • د ایران کلتوري یرغل صفي الله اوریاخیل • د ګونتانامو خاطرې به مې د ژوند تر پایه ملګري وي حبیب الرحمن • برتانیه: د افغانستان د تجزیې اندیښنه شته خبر • د کندهار ښځې: زموږ ب[یان مه راوژنئ ! خبر • د شخصي زندان لرونکی د افغانستان څخه والوت خبر • اخلاقي نېمګړتیاوې یا رنځونه ابوخلیل قدوسي • ماته څانګه شرر ساپی • څانګه ماته شوه (شعر) محمد نعمان دوست د وریښمو کارون لاتراوسه مې تر سترګو سترګو کیږي استاد حبیب الله رفیع د استاد اولمیر د ۲۵ تلین په مناسبت حنان حبیبزی بی بی سی د وطن محبوبې ته یوسف خدمتګار د سولې جرګه زرلښت حفیظ څلوریخې پوهندوی دوکتور سید حسام مل نیمګړې کیسه محمد الله کمال زه او ته مبارز څاپی مورې رفیع الله ستانکږی عصري ښځه عبدالوکیل سوله مل • او نور ډیر په زړه پورې مطالب انګلیسي مطالب • Warriors of Disinformation by. Bruce G. Richardson • په سرلیکنه کې لولو: کابل په افغانستان کې، که افغانستان په کابل کې؟ -------------------------------------------------------------------------------------------- زما د ژوند هغه برخه چې ماپه خپل خوږ هېواد افغانستان کې تیره کړې په کابل کې وه. کابل زموږ د هېواد پلازمینه دی، او د نړۍ په ټولو وروسته پاتې هیوادونو کې مرکز د نورو ښارونو او سیمو سره د پرمختګ او ژوندانه د سهولتونو په پرتله یو شان نه وي. افغانستان هم د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو څخه یو ډیر وروسته پاتې هېواد دی. خبره به نه اوږدوم او خپلې اصلي موخې ته به راشم هغه دا چې افغانستان په کابل کې او که کابل په افغانستان کې دی؟ د هغه وخته چې د امریکې په مټ د حامد کرزی په مشرۍ په هیواد کې بدلونونه رامنځ ته شول او نړیوالې مرستې چې زرګونو ملیونو ډالر ته رسیږي افغانستان ته ولیږل شوې او دا لړۍ لا تراوسه روانه ده. هغه څه چې د ویلو دي هغه دا چې د دې مرستو هغه برخه چې په افغانستان کې مصرف شوې ډیره برخه یې په کابل کې ډوبه شوېده، د ورځنیو خبرونو او د هغه یادښتونو له مخې چې د دعوت ادارې د ځان سره خوندي کړي دي که د ښوونځیو، روغتونونو، د مهاجرینو او بیخایه شوو هیوادواو سره د مرستې خبره وي، که د دولتي ادارو بیا رغول او نورو ادارو جوړول وی، که د ښځو د حقوقو خبره وي، که د یتیمانو سره د مرستې خبره کیږي کابل یادیږی که د سیاسي او نظامي مشرانو خبره وي په هغې کې هم کابل یادیږي، لنډه دا چې د دغو مرستو او دولتي بودیجې ډیره برخه په کابل کې لګول کیږي او یا دا ویل کیږي چې هلته مصرف شوې. په هیڅ کار کې افراط نه دی په کار ځکه افراط زموږ په مبارک دین کې منع او نتیجه یې ښه نه وي. د افغانستان په شان وروسته پاتې هېواد ته په کار دي چې ټول هېواد په متوازن ډول مخ په وړاندې لاړ شي. په افغانستان کې لا د پخوا نه ټوله توجه کابل ته وه او د ژندانه ټول هغه سهولتونه چې د هېواد په نورو برخو کې یې څرک نه لګیده په په پلازمینه کې وو. او اوس دې لړۍ دومره پراختیا موندلې چې افغانستان په کابل کې لیدل کیږی. دې غیر عادلانه کار هم د کابل اوسیدونکو او هم نورو هیوادوالو ته ستونزې پیداکړی دی. خلک د هیواد د هرې برخې نه کابل ته په دې هیله ورځي چې هلته د ژوندانه اسانتیاوې شته، کار او امنیت شته. چې دې کار د کابل د ښار نفوس او بیروبار دومره زیات کړی چې خلکو ته یې ژوند ستونزمن کړی دی. حکومت باید د مسئولیت احساس وکړی او د ټول هیواد د پرمختګ لپاره دې داسې پروګرامونه پلي کړی چې ټول هیواد په مساوي ډول مخ په وړاندې لاړ شي. باید د هیواد د نورو سیمو اوسیدونکو ته هم د روغتونونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، سړکونو، او مسلکي پوهانو د شتون، کار، امنیت او د ژبې د پرمختګ زمینه برابره شی او د کمترۍ احساس یې هیسته شي. ايا دا د منلو وړ ده چې په اوړي کې د جلال اباد خلک دې په مثبت ۵۰ درجه کې اوړی تیر کړی او بریښنا دې ونه لري؟ ایا دا د منلو وړ ده چې د خوست پوهنتون، ننګرهار پوهنتون او د کندهار پوهنتون د د درسي کتابونو، استاذانو، چوکیو، ټولګیو او لیلیو د نشتوالی نه سر وټکوي او په نورو دې د ډالرو باران وی؟ کابل باید پرمخ ولاړ شي، خو داسې نه چې افغانستان کابل شي او کابل افغانستان!!!؟ یادونه: درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ. دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm Norway

www.dawatnet.com

E-mail: [email protected]

www.dawatnet.com/ariki.shtml

- محمد طارق بزګر
بېرته شاته