(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوری مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[16.Dec.2007 - 00:53] د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې خپرونه « ستوری » مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه د«ستوری » مجلی د لومړی کال په دویمه ګڼه کی د لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې ادبي، سياسي ،کولتوری او ټولنيزې ليکنی او شعرونه ځای شوی دی. د « ستوری » مجلی په لومړی کال، لومړۍ ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبی لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه ځای شوی دي .
“ستورى “ ستاسو خپرونه ده، ستاسې ليكنې، نيوكې ،مشورې او وړانديزونه په ورين تندي مني.
یادونه : دمجلی د اداری له خوا د «ستاسې ژبه، زموږ غوږ » د ليكونو او ځوابونو لړۍ ستاسې د ديني او ټولنیزو مساېلو حل ته ځانګړی شوې ده ، تاسی كولاى شي پدی اړوند خپلی پوښتنې راواستوۍ، ځوابونه به يې په ورين تندي ، په راتلونكيو ګڼو كې ترلاسه كړئ. په درناوی

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال د تنر کلی ـ طلائی بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان ټیلیفون :772931465-0093 E-mail: [email protected]

- عرفان الله کوټوال
بېرته شاته