(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حمزه بابا دزیږیدو دسلمي کاليزي په ویاړ سيمينارجوړشو

[15.Dec.2007 - 13:50] جلال اباد ۱۵/۱۲/۲۰۰۷: دپښتوژبي منلی شاعر، دغزل بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواري (حمزه بابا ) دزیږیدني دسلمي کاليزي په ویاړ په۱۵/۱۲/۲۰۰۷ نیټه د ننګرهار پوهنتون لخوا دجلال اباد ښار په شاهي قصرکې يو علمي او کولتوري سيمينار جوړ شو. په سيمينارکي دليکوالانو ، شاعرانو. پوهانواو څيړونکو سربیره په کولتوری چارو کي د ولسمشر سلاکار سرڅيړونکي ښاغلی زلمي هيوادمل هم ګډون کړی ؤ. د سيمينارپه پيل کې د ولسمشرحامد کرزي ،د اطلاعاتو اوکولتوراودسرحدونواو قبايلي چارو دوزيرانو پيغامونه ولوستل شول ورپسې ښاغلی نبي صلاحي ،رحمت الله رحمت ، فضل ولي ناګار ، استاد ببرک ميا خېل،لعل پاچا ازمون ، محمد ابراهيم همکار ، عبدالقيوم زاهد مشواڼي او استاد زيور دحمزه بابا پر سړیتوب (شخصيت)، شاعرۍ ،ژوند، فن او نثرخپلې ليکلې مقالې واورولې . ارواښاد حمزه بابادپښتو ژبي دغزل ويوونکو اومتصوفو شاعرانوله جملي څخه ؤچی په ١٩� ٧ ع کال کي دخيبرپه دره کي زيږيدلي ؤ، هند کی یی دچشتيه طريقه غوره کړه اودوحدت الوجود دفلفسي پيرو ؤ. دغه مکتب اوس هم په لواړګي خپل پيروان لري. حمزه بابا په پښتو ادبياتو کي ديونوي ښوونځي بنسټ کيښود چي دغه چلند ده ته دغزل دبابا لقب ورکړ. حمزه بابا په ١٩٨٩ ع کال کي ددوه اتيا کلونو په عمرپه حق رسيدلي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته