(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ په مرکز کې پر چارتراشو اور لگېدلى

[12.Dec.2007 - 12:41] :12.12.2007 دبـی بـی سـی خبریال نعمت الله کرياب د خبر له مخی دکونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د والي دفتر ته نژدې د چارتراشو په يوه ډېرۍکې تېره شپه اور لګېدلى و چې پراخ مالي زيان يې اړولى. داور لګېدو له امله ميلېونونه افغانۍ تاوان اوښتی. چار واکي وايې اور دبې احتېاطۍ له امله لګېدلی و او په زرګونه مربع فټه چارتراش ېې سوځولي. دغه ولايت داوروژنې وسايل نه لري او چارواکي وايي که له ګاونډي ولایت ننګرهار څخه ورته مرسته نه وای رارسېدلی نو دلويې خرابۍ امکان و. اورود ولا يت ودانۍ ته نږدې دچارتراشو په ډ ېرۍ کې دشپې لګېدلی و چې په زرګونه مربع فټه چارتراش پکې سوځيدلي او په هډو کې دننه ځينې ودانۍ يې لو لپه کړې دي. خو دسر زيان يې نه دى اړولی. چارواکي داور لګيدلو لامل دهډو دساتونکو بې احتيا طي ښيي او وايي چې که سيمه ييز خلک او له ننګرهار نه داور وژ نې ډله نه واى رارسېدلې د لويې ويجاړۍ درامنځته کېدو ويره وه. د کونړ والي فضل الله واحيدي وايي: دا دهغه پيره دارانو غفلت و ځکه د ا اور دشپې په يوولس نيمو بجو لګېدلی. موږ يو هيئت ټاکلى، خو تراوسه يې کره شمېرې لا نه دي راوړې. زه د خلکو نه ډېره مننه کوم ځکه ماشومانو هم په کاسو پر اور اوبه اړولې. په عين حال کې دننګرهار دولا يت ډېره مننه کوم داطفايي منظم ګروپ ېيې رالېږلی و. د هغو په کومک مو اور دسهار په اووه بجو مړ کړ.'' دسلګونو ميليونو افغانيو په تاوان اړولو سربېره کرۍ شپه خلکو ويښه تېره کړې. داور دلګيدو ځاى ته نژدې خلکو کورونه پرې ايښي وو. اور دومره زورور و چې لمبو ېې ټوله سيمه رڼا کړې وه. د دا ډول پيښو اټکل له وړاندې کېده، خو اوس داسداباد اوسېدونکي وايي چار تراش اونور هغه شيان دې چې اور اخلي داستوګنې له ځايونو لېرې يووړل شي. دکونړ ځنګلونو ډېره برخه لا له مخکې وهل شوي اوڅه يې دبېلا بېلو علتونو له مخې هملته سوځيدلي. خودا لومړى ځل دى چې اسد اباد ته راوړل شوي دنښترو قيمتي لرګي په دومره کچه سوځي چې داور وژل يې د وسا يلو دنشتوالي له امله ګرانيږي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته