(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان کی سياسي ګوندونو اتحاد مات شو.

[12.Dec.2007 - 11:51] پېښور 12.12.2007:په پاکستان کی سياسي ګوندونو د 2008 January 08نېټې د پارلماني ټاکنو په اړه خپلې تګلارې اعلان کړي. داى پي ډي ايم (APDMدآل پاکستان د ډيموکراتيک مومنټ) اتحاد ،چې بېنظير بوټو ،نواز شريف، اسفنديار ولي خان، دمحمود خان اڅکزي، عمران خان اوقاضي حسين احمد په کښې راغونډ شوي ومات شو. دغه اتحاد په لومړي ځل ويلي وه ،چې دپارلماني ټاکنوڅخه به په ګډه پرېکون کوو،خو دنواز شريف ،بېنظير بوټو او اسفنديار ولي خان په انتخاباتو کښې دبرخې اخيستو اعلان وکړ ،بلخوا عمران خان ،محمود خان اڅکزي او قاضي حسين احمد وویل چې په انتخاباتو کښې به برخه نه اخلو .نو په دې سره اى پي ډي ايم مات شو او دګوندونو لار ی جدا جدا شوې . دمتحده مجلس عمل مرستيال او دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له لومړۍ ورځې څخه ویلی و،چې په ټاکنو کې به برخه اخلم، او وايي ،چې ميدان به خالي نه پريږدم. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته