(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځوانيمرګ ډاکتر شېرافضل په وير کې

[09.Dec.2007 - 21:16] هغه په تنکۍ ځوانۍ کې المان ته د لوړو زده کړو لپاره راغلی وو او تر ډاکترۍ راوروسته يې په دغه بسيا او هوسا هېواد کې د مېشتيا او څېړنيز کار رښته تر لاسه کړې وه. پدې توګه يې وکولای شول، د ډېرو بې توپيرو لويديځ مېشتو هېواد والو په څېر له خپلې کورنۍ سره هوسا او بسيا ژوند پر مخ يوسي. خو ده تر شا پرېښی اسکېرلی وروسته پاتې ولس نه شو هېرولای. د هغه درد و غم ته يې په زړه او ذهن کې ځای ورکړی وو او خپله ارامي او هوسايي ترې ځار کړې وه. له دې ناخبر چې په ځوانه ځوانۍ کې به يې هماغه دردېدلې او غمېدلې مينه او ارمان د ژوند له ژندرو کاږي او د زرګونو همولسو غوندې، دی هم د بې اجله، خو يو وياړلي مرګ لاره راخپلوي! زه يې هم پر خپل وار لومړی له همدې پلوه دغه مهينه مړينه يوه ستره ملي زيان ګڼم اوبيا يې د يوه ځانګړې کورني دوست په توګه درنو ورونو استاد شيريندل ګرديوال، استاد شېراحمد ګرديوال، شيرين ګرديوال، همداراز ګران او نوميال ليکوال زرين انځور او ګردې ويرژلې کورنۍ ته د ځان او نورو اړوندانو له لوري د زړه له تله خواخوږۍ څرګندوم او هغه ولس مين او تلژوندي جنګيال او فرهنګيال ته له لوراند څښتنه جنتونه غواړم.۷/۱۲/۲۰۰۷ اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې - پوهاند ډوکتور م.ا. زيار
بېرته شاته