(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د نړیوال TV شمشاد مؤسس ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » په ویاړ غونډه

[28.Nov.2007 - 22:22] پرون د ۲۰۰۷ کال د نوامبر د میاشتی په ۲۷ نېټه د پښتو د نړیوال یواځینی TV مؤسس ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د شمشاد د TV د خپرونو د غزونی په مقصد ( اروپائی هیوادونو ته ) د جرمنی د کلن ښار ته راورسید . ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د پښتو ژبې او پښتنۍ کولتور د ساتنی ، پالنی ، روزنی ، ودی او پرمختیا لپاره په ډیر حساس وخت کې مټی رانغښتنی او په دغه سپیڅلی لار کې ئې بې ساری ، نه سړی کیدونکی او تلپاتی هلی ځلی روانی کړیدی . ښاغلی حاجی صاحب فضل به ددغه سفر په لړ کې په اروپا ئی هیوادو کې هیوادوالو سره لیدنی کتنی وکړی اودغه راز به ښاغلی فضل د ۲۰۰۷ د نوامبر د میاشتی په ۳۰ نېټه د جمعی په ورځ د مازیګر په پنڅه ( ۵) بجو د کولن په څنګ کې هورت په ښار کې په هغه غونډه کې ګډون کوی چې ددوۍ د سفر موخی په هکله تابیا شوی ده . ټولو هیوادوالواو مینه والو ته په ډیر درناوی بلنه ورکول کیږی چې پخپل ګډون ، د نظریو په شریکولو او ملاتړ سره پدغه غونډه کې برخه واخلۍ تر څو مو د خپلو ملی ارمانونو د پلی کولو په لوری ګام اخسیتی وی .
په درناوی

نېټه او وخت : ۳۰ / ۱۱ / ۲۰۰۷ وخت د ماښام ( ۵) بجی پته : Event Palast Max–Plank-Str.9a 50354 Hürth Germany Tel.: Aziz Sarshar: 0178-5931968 Matiullah Raofi: 0163-6051753

- عزیز سرشار
بېرته شاته