(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز

[28.Nov.2007 - 11:46] په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د ګران هېواړ افغانستان یو تن مطرح علمي او فرهنګي شخصیت ارواښاد ډاګټر شېر افضل ګردېوال په حق رسېدلی ( لوی خداې دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) خدای بښلي ډاکټر ګردېوال هم دننه په هېواد او هم له هېواد نه د باندې د خپل ټول عمر یوه زیاته برخه د افغانستان د پرمختګ ، د افغانانو د ملي او تاریخي هویت د خوندې ساتلو او پیوستون په لاره کې تېره کړه .هغه په سرلوړۍ ژوند وکړ او په نېکنامۍ یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې . په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) اداره او غړي ، دغه راز ټول هغه کسان چې له ارواښاد ګردېوال سره پېژندګلو لري د نوموړي ناڅاپي مړینه د افغانستان خلکو ته یو ضایعه ګڼي او په دې توګه د ډاکټر ګردېوال له قدرمنې کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او دوي ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوو . په درنښت یوسف هېواددوست – د کوپنهاګن ښار د بينوا په مننه Special Thanks to Benawa - یوسف هېواددوست
بېرته شاته