(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کابل کښې دپښتوژبی دژباړې سيمنار جوړشو

[24.Nov.2007 - 12:48] 24.11.2007: سيمينار دافغان کولتوري ټولنو دګډې جرګې لخوا د کابل په ستاره هوټل کې سهار نهه بجې پرانېستل شوچی ګڼو مينه والو پکی ګډون کړی ؤ. سيمينار ته د داطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال ښاغلی پوهنمل محمد نبي فراهي، ښاغلی محمد ابراهيم شينواري، ښاغلی عبدالغفور لېوال، ښاغلی استاد حبيب الله رفيع ،ښاغلی نورالحبيب نثار ، ښاغلی استاد اسدالله غضنفر، ښاغلی عجب ګل مهمند، ښاغلی ډاکټر خوشحال روهي، ښاغلی استاد سعدالدين شپون او ښاغلی قاضي محمدحسن حقيار لخوا ویناوی وشوی او مقالې ولوستل شوې . چې ټولو دژباړې پراړتيا او ارزښت ټينګار وکړ. په غونډې کې دسعودي عربستان دسفيرپه لاس دهاشم سرواني دسرو زرو مډال ښاغلی محمد زبير شفيقي ته چې پښتو ته يې لسګونه کتابونه ژباړلي ورکړل شو. همداراز د ښاغلی استاد نصرالله حافظ په لاس دنوميالي افغان پوه مارګن ايسټرن په نوم مډال میرمن نانسي دوپري ته چې بهرنيانو ته يې د پښتو ژباړه او پښتون/افغان کولتور په پېژندنه کې ډېرې هڅې کړې ورکړل شو. په غونډه کې دژباړې لپاره ديوه ځانګړي انستيتيوت دجوړېدو غوښتنه هم وشوه چې د ډاکټر محمد اکبر اکبراو پوهاند رسول امين لخوا ورسره دنقدي مرستو ژمنه هم وشوه . دپښتونخوا خبریال - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته