(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د نوي والي څخه د کونړیانو هیلې او غوښتنې

[23.Nov.2007 - 20:40] ښاغلی سیدفضل الله واحدي د کونړ نوی والي صیب لومړی درته په کونړ کې د والي په دنده د ټاکلو مبارکي وایم. غواړم چې د ۲۰۰۱ م کال څخه راپدې خوا په کونړ کې د تیرشوو والیانو د کار او فعالیت په هکله لنډ معلومات درکړم او په پای کې ستاسو پاملرنه د کونړیانو ستونزو ته راوګرځوم. والي صیب په افغانستان د امریکا د یرغل نه پس د ښاغلي کرزي صیب د لنډمهالې دورې په وخت کې ښاغلی سید فضل اکبر د کونړ د والي په دنده وګومارل شو. په کونړکې د نوموړي د مقررۍ سره د کونړیانو سره ډیرې هیلې راپیدای شوې، ځکه له یوې خوا پاچا صیب د لوړو زدکړو څښتن، ډیر کلونه یې په امریکا کې ژوند او د غربي دموکراسۍ او بیروکراسۍ سره پوره بلدیت او له بلې خوا پاچا صیب په خپله کونړی او د کونړیانو سره ډیر پیژندګلوی درلود، کیدای شي چې د کونړ او کونړیانو ته د اغیزمن او ارزښتمن چوبړ وړ وګرځي. خو، په ډیره خواشینۍ سره باید یادونه وشي چې په کونړ کې د پاچا صیب دټاکل کېدلو لږه موده وروسته د کونړیانو ټولې هیلې په سیند لاهو شوی او د ځنګلونو لوټ او تالان جوړش. پاچا صیب د خپل ولایت په دوران کې و پیسو په راټولولو سره جوالونه او بکسونه ډک او په داسې حال کې د کونړ ولایت څخه ګوښه شو چې کونړیان یې به ګوښه کېدلو شوکرونه باسي. د پاچا صیب د ګوښه کیدلو وروسته ښاغلی اسدالله وفا د کونړ ولایت د والي په توګه دنده تر لاسه کړه. اسدالله وفا د پاچاصیب په پرتله سل ځله کونړیانو ته ګټور و، ځکه یو لوی کار چې اسدالله وفا تر سره کړ، هغه دا وچې د کونړ د ځنګلونو په وهلو او د کونړ څخه د لرګیو په وړلویې بندیز ولګاوه، یو شمېر نورې ودانۍ او رغونې کارونه یې تر سره کړل، اکثره کونړیان یې په ښه او نېک نوم یادوي. خو لږه موده وروسته د کونړیانو د بخت ستوری بیا و لوید یانې اسدالله وفا د کونړ څخه ګوښه او په ځای یې د ښاغلي صبغت الله مجددي په ملاتړشالیزی دیدار په کونړیانو وروتپل شو. شالیزي دیدار د اسدالله وفا ټول پلانونه او پروژې له منځه یووړې، د کونړ د ځنګلونو وهل او د کونړڅخه د لرګیو انتقال یې د مالیې د وزارت په مرسته بیا پېل او په هره برخه کې یې په لوټ او تالان لاس پورې کړ. ښاغلی سیدفضل الله واحدي د کونړ نوی والي صیب: په پورته ډول په کونړکې د تیرو والیانو د کار او فعالیت په هکله لنډ معلومات ستاسو د خبرتیالپاره ولیکل شو. اوس ستاسو اختیار او خوښه ده چې د سیدفضل اکبر پاچا او شالیزي دیدار طریقه او لار غوره کوئ او که د مظلوم، کړېدلو او زورېدلو کونړیانو ریښتیني چوپړ ته ملاتړئ ځکه کونړیان ستاسو څخه لاندې هیلې او امېدونه لري: الف: کونړیان ستاسو څخه هیله لري چې د کونړ د ځنګلونو په وهلو او پرېکولو او همداراز د کونړ څخه د لرګیو په انتقال بندیز ولګوئ، تر څو تر دې زیات د کونړ ځنګلونه چې ملي شتنمي ده تباه او له منځه لاړ نشي. ب: کونړیان ستاسو څخه غوښتنه کوي چې د کونړ د برېښنا پروژه چې د اسمار ولسوالۍ د سورتاق په پروژه شهرت لري او د خدای بښلي داودخان د جمهوریت په مهال یې د سروې او ډیزاین ټولې چارې سرته رسېدلې وې په پام کې وه چې ۱۳۵۷۸ هجري لمریز کال په پیل کې په کار پیل وکړي، خو د ۱۳۵۷ کال د غوایی د ناوړې او کرغېړنې پېښې په منځ ته راتګ سره پاتې شوه، د بیا جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلئ، تر څو ستاسو په مرسته ددغه پروژې پلان تطبیق او پلې شي. له یوې خوا به په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر زیاتې کچې کمه او له بلې خوابه زیات شمېر وزګارو کونړیانو ته د کار زمینه برابره شي. ج: پخوا د کونړ د ودې او پراختیا په منظور یوه پروژه موجوده وه، که دغه پروژه ستاسو په هلو ځلو سره فعاله شي، له یوې خوا به د کونړ د ودې او پراختیالپاره بې ګټې نه وي، او له بلې خوا به وزګار کونړیان په کار و ګومارل شي. د: د کونړ د مرکز په اړونده سیمه دمکلي او په ځانګړې توګه په کراله کې زیات شمېر دولتي ځمکې ټوپکیانو په زور غصب کړي او کورونه او دوکانونه یې په کې جوړ کړي دي. که دغه دولتي او ملي شتمني د غاصبینو د ولکې څخه خلاصه کړئ نو اجتماعي عدالت به تامین او په راتلونکي کې به څوک په دولتي او شخصي شتمنیو نه بلوسېږي. په پورته چاروکې کونړیان ستاسو ملاتړ او مرستې ته تیار دي. ستاسو د بریالیتوب په هیله.
الحاج سالارزی اوسلو- ناروې
- الحاج سالارزی
بېرته شاته