(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له طالبانو سره مو تماسونه زيات شوي

[22.Nov.2007 - 20:17] 22.11.2007 د بی بی سی د خبرونو له مخی دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي ويلی چی موږ، دننه په افغانستان کې او هم په پاکستان کې له طالبانو سره په ډيريدونکي ډول اړيکي درلودې. دغه اړيکي په ځانگړي ډول په تيرو ٧ يا ٨ مياشتو کې ډيرې شوې چې دې لړ کې يې پنځه ډيرې مهمې وبللې: ښاغلی حامد کرزي وويل .په دې اونۍ کې موږ د طالبانو له مشرتابه سره له پنځه يا شپږو څخه ډير مهم اړيکي په دې هڅه ټينګی کړي دي چې که بيرته افغانستان ته راستانه شي. که دوى وکولى شي د بيا راتګ لار پيدا کړي. که موږ ددغسې اړيکو په اړه خبرې کو دا شته دي ، که موږ وايو چې دطالبانو په مرکزي مشرتابه کې له چا سره دسولې خبرې کوو، دوى دلته نشته . يوشخص ،يا ددوى مرکز او يا داسې څوک چې د طالبانو د ټول غورځنگ استازيتوب وکړي ، هغه دلته نشته دى . زموږ د سولې غوښتنه اود سوله ييز ژوند لپاره د افغانانو غوښتنې پر بنسټ موږ خبرو ته انتظار باسو. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته