(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ننګرهارکې دمعاصرو ادبياتو جشن پاى ته ورسید

[21.Nov.2007 - 14:27] جلال اباد 21.11.2007 :په ننګرهار کې د جرمنی دګوېته انسيتيوټ له لوري جوړ شوى دافغانستان دمعاصرو ادبياتو څلورم جشن پیای ته ورسید ددغه دری ورځنی جشن (۱۷نوامبر نه تر ۱۹ نوامبر ۲۰۰۷ ) په لومړۍ ورځ دولسمشر ښاغلی حامد کرزی پيغام اوداطﻻعاتو اوکولتور دوزير پيغام تر څنګ دهېواد له ٢٢ولايتونو څخه کولتوری او ادبی راپورونه او پيغامونه واورول شول . په دويمه ورځ ليکنې ، داستانونه او دماشومانو په ادبياتو باندې خبرې وشوې او دريمه ورځ د غرمی نه مخکی په پښتوطنز او ډرامه باندې ويناوې وشوې . له غرمې وروسته داستاد قيام الدين خادم ژوند، شخصت، اند او په اثارو رڼا واچول شوه . په پای کی يو پرېکړه ليک هم صادر شو چی له دولت څخه غوښتل شوي ، چې مولاناقيام الدين خادم ته دې په رسمي ډول دعلامه لقب ورکړي او په کابل کې دی دده په نامه يوه ليسه ونومول شي . په پرېکړه ليک کی راغلی چې راتلونکى کال به دغه جشن په مزار شريف او بل کال به په خوست کې جوړیږی. د جشن مقالې به دکتاب په بڼه خپرېږي او بل وار به دماشومانو د ادبياتو او یو نوموتی ژوندي ليکوال دنمانځنې په موخه دجشن يوه ورځ ځانګړې کېږي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته