(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات او کرمه کښې نښتې روانی دی

[20.Nov.2007 - 21:41] سوات20.11.2007: دوحدت او خبرونه ورځپاڼو د خبرونو له مخی په سوات کې دځايي طالبانو پرخلاف جنګ روان دي ،چې له لامله يې ددولسو طالبانوپه ګډون 18 کسان مړه شوي دي او 35 ټپيان دي . دپاکستان پوځ په لوډ سپيکرو دسوات ولسي خلکو ته اعلان کړى ،چې په پنځوساعتونو کښې دې دننه دننه دکبل سيمه خالي کړي ،که نه مونږ يې دزيان پړه پرغاړه نه اخلو ،خو بلخو ا طالبانو دجوماتونوپه لوډ سپيکرونو ورته اعلان وکړ ،چې ولسي خلک دې له کورونو څخه نه وځي مونږ يې ساتو . مونږ دپوځ مخې ته ځان وژونکي ودرولي دي،خو کله چی دشپې په مهال دکبل پوليس سټيشن کښې چاودنه وشوه ،نو خلکو دسيمې په پرېښودو کې یی تېزوالى راوست . بله خوا په کرمه ايجنسۍ کښې دشيعه او سني ترمنځ ،چې دواړه خواوې پښتانه دي په خپلو کښې په جګړه اخته شوي ،تري منګل ،پيواړ ،عليزو،باليش خېل ،صدې ،اړولې او جيلاميو کښې سختې نښتې روانې دي او دپوځ چورلکې پروازونه کوي ،دمړو شمېره 110 او دټپيانو شمېره 200 ته رسيدلې ،په صده کښې دهاوان دراپرېوتو له لامله لس کسان مړه او 18 ټپيان دي . په مړو کښې 14 شيعه ګان ،11 پوځيان او نور ټول سنيان دي . ددواړو خواوی درنه او سپکه وسله کاروي. په سيمه کښې امنيت ډېر خراب دى . پرون ټوله ورځ جګړه روانه وه . له هنګوڅخه دشيعه اوسني يوه جرګه کرمې ته تللې ،چې جنګ بندي وکړي ،خو نتيجه يې نه ده ورکړې ،همدا راز دخيبر ايجنسۍ دتيراه په سيمه کښې ددوو پښتنو سني ډلو لشکر اسلام او انصارالاسلام ترمنځ دافغانستان دطالبانو اسلامي تحريک له خوا دسولې لوظنامه لاسليک شوې او دلس ورځ له هڅو څخه وروسته دسولې دلوظنامې دعملي کيدو لپاره په ضمانت ( مچلغه ) دوه سوه ټوپکې ايښودل شوي ،دافغانستان دطالبانو دتحريک يو پلاوي ددغو دوو ډلوترمنځ روغه وکړه او دواړو ډلو ته يې وويل ،چې دمسلمانانو ترمنځ بايد روغه جوړه وي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته