(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحاجی عبدالقیوم بزګر دمړينی له کبله دغمشریکۍ پيغام

[05.Dec.2005 - 17:06] په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې الحاج عبدالقیوم بزګر لدی فاني دونیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.. خدای بښلی حاجی عبدالقیوم بزګر په بیلابیلودولتی مقامونو کی دنده سرته رسولی ده.
ده خپل هیواد، پښتو او پښتونولۍ ته خپل ژوند وقف کړی و. دده د روزنی برکت دی چی ټولي کورنۍ ئی د پښتنی کلتوراو ادب خدمت او پرمختګ ته ملا تړلی ده .دبیلګی په توګه: ډاکترمحمد فرید بزګر دختځ دبیا رغونی اداری (کور) په چوکاټ کی او محمد طارق بزګر ددعوت خپرونی له لاری قام هیواد او پښتنی کلتور ته نه هیریدونکی او نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی او کوی ئی. د خدای بښلی حاجی عبدالقیوم بزګر كورنۍ او خپلوانو ته د زړه صبر غواړو اوپه غم کی ورسره خان شریک ګڼو ۰ اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی. - presidential Secretariat
بېرته شاته