(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اعلامیه

[13.Nov.2007 - 22:47] 12.11.2007 بن :د مرکزی ایشیا په قومونو کې پښتون یو ستر او تاریخی قوم دی . دا قوم چې په کومه خاوره اباد دی ،د زمانی توپانونو او د وخت ظالمانو په مختلفو وختونو دده په ځمکه او خاوره په بې رحمانه او غیر انسانی توګه داسی یو ناتار کړی، چې د همدغه میړنې قوم ژبه ، ادب ، کولتور ، اقتصادی ، سیاسی او ټولنیز جوړښت ئې دومره ورله ګډوډ او خراب کړیدی چې بیا ئې په کلونو کلونو وخت ته اړتیا درلوده ، چې خپل هیواد بیرته سمسور او اباد کړی. پښتون د خپل تاریخ په اوږدو کې همیشه د اسلام او اسلام پرستی په نامه وهل شوی او ډبول شویدی ، خو تر اوسه پوری ده ته ددغی وهنی عوض او بدیل لکه څنګه چې مناسب وی ندی ورکړ شوی او دی لکه د قربانۍ د ګډوری په شان د حالاتو قربانی دی . هر قوم او ملت د خپلی خپلواکۍ او سوکالۍ حق لری ،دا حق په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو په منشور کې سمبال او تشریح شویدی . کوم حال چې نن د پښتنو په لره او بره خوا کې روان دی دا بیا د اسلام په نامه د پښتنو د تباهۍ او بر بادۍ پسی په ډاګه کوتک راخستل دی . اسلام په حقیقت کې یو سوله غوښتونکی دین او مذهب دی ، خو نن چې د اسلام په نامه اسلام پرستی ډلی د پردو په اشارو کوم جنایتونه او مړینی کوی ، دا نه اسلام دی نه انسانیت ، نه پښتو او پښتونولی ، بلکه د یوویشتمی پیړی هغه وحشت اوزور زیاتی دی چې پښانه ورسره نن په سیده توګه لاس او ګریوان دی . د یوویشتمی پیړی په پیلامه کې د نړۍ په وروسته پاتی هیوادونو کې درګرده ،ښوونځی ، روغتونونه ، سرکونه ، او دلوړو زده کړو ښکلی او رنګین پروګرامونه او پلانونه جوړیږی، خو زمونږ په سیمه اور بل دی . کوچنیان ، ښځی، بو ډاګان او قومی مشران په بې رحمانه توګه د پردو په اشارو د اسلام په نامه قربانې کيږی. تر اوسه پوری د پښتنو په سیمو کې یو بنسټیز کار چې د یادونی وړ دی، ندی شوی. کوم کارونه چې پخوا شوی وه هغه ئې هم وران او برباد کړه .اصلی خبره دا ده چې تر څو پوری به د پښتنو دا حال وی، پکار دی چې د نړۍ په دغه حساس او نازک وخت کې پښتانه بیده پاتی نشی ، بلکه د خپل قوم او ملت په مقابل کې د مسولیت او ذمه واری دنده جوته او د هیواد د سوکالۍاو بادی لپاره مټی راونغاړی . د خپل هیواد او ملی ګټو ساتلو په خاطر دښمنانو ته یو کلک او پولادی دیوال شو، او نور دنیاوی او مذهبی او تش په نامه ستر لوبغاړو او ټګانو ته دا موقع ورنکړو چې زمونږ په قوم او ملت لوبی وکړی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ټولی نړۍ د سوله غوښتونکو قومونو او اولسونو څخه هیله کوی چې د پښتنو د قامی وحدت او د پښتنو د سوکالۍ لپاره د پښتنو ملاتړ وکړی که چیری د نړۍ سوله غوښتونکی قومونه او ملتونه د پښتنو ددغه سوزونکی حالت تر شا په میړانه ونه دریږی، نو کیدای شی چې بیا ددغه پښتون د لمنی سپرغۍ د سیمی نورو قومونو او ملتونو ته هم وروغزيږی . هدایت الله خان بنګش د پښتونو ټولنیز ولسولیز ګوند منشی - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته