(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کی طالبانواو دسيمې دمشرانو ترمنځ جرګه ناکامه شوه

[09.Nov.2007 - 12:24] (جمعه)09.11.2007سوات : له پېښور څخه د وحدت ورځپاڼې خبريال عبيدالله عابد خبر ورکړى چی دسوات په مدين کښې ددولتي چارواکو او سيمه ييزو مشرانو ترمنځ خبرې اترې ناکامی شوې . په مدين کښې سيمه ييزو طالبانواو دسيمې مشرانو ترمنځ دمدين دکوزکلي په جامع جومات کښې جرګه وشوه ،چې ښاغلی سيد اقبال ايډوکيټ ،دمدين ناظم ښاغلی مرتضى علي ميا ،دتيرا ناظم ښاغلی شاهد علي ،کونسلر ښاغلی بخت کرم ، ښاغلی شبير خان ، ښاغلی حسن ماب ايډوکيټ ، ښاغلی ميا اکبر علي ، ښاغلی سيد علي شاه ،سوداګر بابو او نورو مشرانو پکی برخه واخيسته .دوى طالبانو ته وويل ،چې مونږ مسلمانان يو او په سيمه کښې دشرعي نظام دنفاذ لپاره تاسو سره هرډول قربانۍ ته تيار يو ،خو طالبان دې سيمه پريږدي ځکه ،چې ددوى له کبله په سيمه کښې سخته ويره خپره ده . دوى غوښتنه وکړه ،چې دکالام په څېر دې طالبان دمدين ټولې سيمې جرګې ته وسپاري ،خو دطالبانو امير او دايف ايم راډيو مشهور عالم مولانا محمد عالم له دې خبرو انکار وکړ او ويې ويل ،چې دا زمونږ شخصي پرېکړه نه ده . غوښتنې به مولانا فضل الله او نورو عالمانو ته وړاندې کړو ،چې څه پرېکړه پرې کوي.. د سوات دشپږو تحصيلونو له جملې څخه څلور طالبانو نيولي ،په دولتي دفترونو دپاکستان دملي بيرغ پرځاى سپين بيرغونه رپيږي . په دې توګه دحکومت چارې له منځه تللي. داسې څرگنديږي ،چې سوات ګوندې يوه قبايلي سيمه ده.
سوات کې دطالبانواو پوځ تر منځ نښته پیل شوی ده
سوات13.11.2007 : په سوات کې دطالب پلوه دینی عالم مولانا فضل الله د وسله والو او د پاکستان د امنیتی ځواکونو تر منځ نښته پیل شوی ده. د عینی شاهدانو له قوله ،پوځ په مټه، بیدره، کبل ،امام ډيرۍ، بانډی کلی، خوازه خیله، چار باغ، ګلی باغ، منګلور، سانډه، کوزه بانډه او په نورو نژدې سيمو دطالبانوپه جوړو شوو مورچلو سخته بمباري کړې ،چې په ګلي باغ کښې دچورلکو دبمبارۍ له لامله پنځه طالبان مړه اودرې نور ټپيان شوي. حکومتی چارواکو په ملاکنډ ایجنسۍ کی په تلو راتلو بندیز(کرفیو) هم لګولی ده. بلی خوا دپښتونخوا دصوبی والي(ګورنر) علي محمدجان ورکزي ويلي دي ،چې غواړو دسوات مسله دخبرو له لارې هواره کړو - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته