(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ولس کلتوري ټولنې خبرتيا

[24.Oct.2007 - 19:34] په هندوجرمانيک و ساکي ـ آرياني ژبو کې د پښتو ژبې د ځای په اړه پوهنغونډه (سيمينار) په پام کې ده چې داځل تر پاسني سرليک لاندې د اوتريش په پلازمېنه (وين)کې يوه پوهنغونډه جوړه شي. په نوموړې پوهنغونډه کې به دغه پوهان خپلې ويناوې واوروي: ويناوال: (نومونه د ابيڅې له مخې ليکل شوي دي) له آلمانه، ختيځپوهM.A. سبستيان هاينه : - زرتښت په پښتو غږېده ؟ - په پښتو گرامر و وېيپانگه کې لرغونتياوې پر لومړي گام به دژبپوهنيزې شننې په رڼا کې د پښتو گرامر د پخوانيو جوړښتونو پېژندګلوي و شي. پر دويم گام به دهغو ټاکليو وييونو کتنه وشي چې په مرسته يې تراسلام له مخه د پښتنو دآر په اړه کلتوري تاريخي پوښتنه ځوابوي له اوتريش څخه، پوهاند ډاکتر مانفرېد مايرهوفر : (د وينا اورولو بلنه ورکړل شوې ده) له آلمانه، ختيځپوه ډاکتر لوتڅ رځېهاک: - له تاريخي پلوه دپښتو ژبنۍ خپلولي او اړيکي ژبه د منشور په څېر يوه ګڼ اړخيزه ښکارنده ده چې که ليدزاويه ورته بدله شي هغه به په هرځل په بله رڼا ځلېږي. له نورو هندواروپايي ژبو سره دپښتو ژبې جنټېکي خپلولي هغه ليدزاويه ده چې مخکې ترهرڅه يې په مرسته دژبې بډای او ژور تاريخ بيا رغېدای شي. له آلمانه، د دويچې وېلې پښتو خبريال نسيم صابر: -پښتو کلاسيکو او اوسمهاليو ادبياتو ته يوه لنډه تاريخي کتنه - د ژباړې اړتيا سره له دې چې پښتو د آرياني ژبو په سترو ادبي ـ تاريخي ژبو کې راځي او نېژدې پنځوس ميليونه غږېدونکي لري .بيا هم په نړيواله کچه پښتو ادب ته وړ پاملرنه نه ده شوې او خورا لږه برخه يې ژباړل شوېده .پښتو ادب و ادبپوهنې ته د ختيځپوهانو په تېره بيا آريانپوهانو پاملرنه دنړيوال کلتوري جوړښت په بهيرکې يوه نه هېرېدونکې اړتيا ده. له بريتانيا ، ژبپوه او توکم پوه استاد پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار : - پښتو-يوه شمال ختيځه آرياني ژبه - له دوديزې ژبپوهنې تر کره والي د پښتو تاريخ - دپښتو تاريخ و ځانګړتيا په اړه څرګنډونې ،تاريخي ژبپوهنه ،تاريخي- هممهالې پرتله - غږپوهه او ليک، نويزونه او له ګړدودونو دپښتو يو والي او معيار پرلوري. په دې توګه د افغان ولس کلتوري ټولـــنې لخوا ګردو ليکــوالو، څېړنوالو، رسنوالو او د پوهې او فرهنګ نورو مينه والو ته په درناوي خبر و بلنه ورکول کېږي چې په دغه ارزښتمنه پوهنغونډه کـــې د خپل رغنده او کارنده ګــډون وياړ را وبښي . د پوهنغونډې تر پايه وروسته مشاعره هم په پام کې نيول شوې ده.

نېټه: ۱۷/۱۱/ ۲۰۰۷ د نوامبر مياشتې اووه لسمه مهال: د شنبې ورځ د ماسپښين ۳۰: ۱۳بجې Kolpinghaus, Gentzgasse 27, 1180 Wien ځای: ويانا- اوتريش Tel.: 0043/ 664 60 806 603 ; 0043/2732 90 953
اړيکي : E-mail: [email protected]

يادونه: له لريو سيمو او هېوادو څخه له راتلونکيو درنو مېلمنو په درناوي هېله کېږي، چې د دوی د استوګنې د اسانتيا چمتو کولو لپاره، د نوامبر مياشتې تر لسمې نېټې پورې موږ ته دخپل راتګ خبر راکړي. مننه د افغان ولس کلتوري ټولنه Afghan Wolas Kulturi Tolana Hakim Pasarlay- حکیم پسرلی
بېرته شاته