(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(دلر او بر لوی افغانستان ) ويبپاڼه په رسمي ډول پرانستل سوه

[23.Oct.2007 - 18:20] د لر او بر ډاټ کام په نوم د لراو بر افغان ولس د پاره د خدمتونو ترسره کولو يوه نوې ويبپاڼه د تيري جمعې په ورځ ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۷ د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د نوي افغانستان د جوړيدو د ۲۶۰ کليزي د نړيوال جشن او علمي سيمينار په ترڅ کي د لوی افغانستان د پوهانو ، عالمانو او مشرانو ( د غونډي د مشرتابه پلاوي ) له خوا په رسمي ډول د لومړي ځل له پاره د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانستل سوه . د نوموړي غونډي د علمي برخي چلوونکي او د افغانستان د کلتوري ودي ټولني منشي ښاغلي عاشق الله غريب له د غونډي د مشرتابه پلاوي څخه هيله وکړه چي د کمپيوټر خواته تشريف يوسي د ننني جشن په وياړ دلراو بر لوی افغانستان په نوم يوه نوې ويبپاڼه چي د نوي افغانستان د جوړيدو د ۲۶۰ کاليزي په وياړ جوړه سوې وه پرانستنه وکړي . ددې کوچني عکس په کليک کولو سره د پرانستني څو شېبې په ويډيو کي وګورئ ښاغليو: سرمحقق عبدالله بختانی ، محمد معصوم هوتک ، اسحاق نګارګر ، کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ ، پوهنوال رسول باوري ، زرين انځور ،ډاکټر طارق رشاد ، ډاکټر یحیی وردګ ، قومي مشر حاجي فضل رحمان ، انجنير ذکريا پوپل او يو شمېر نورو مشرانو له خوا د يوې کيلي ( سويچ ) په وهلو سره په رسمي ډول پرانستل سوه او د غونډي په سلګونو برخه والو د لر او بر لوی افغانستان ويبپاڼه د يوې لويي پردې پر مخ د لومړي ځل له پاره وليد . ټولو درنو مشرانو د نوموړي ويبپاڼي چلوونکي عبدالله احسان ته مبارکي وويله . دا ويبپاڼه به دلر او بر افغانستان د ورځنيو تودو خبرونو تر څنګ دډيورنډ د بدنامي کرښي په اړه په پرله پسې ډول علمي ليکني ، مرکې او بېلابېل معلومات خپروي ، دا ويبپاڼه دلر او بر افغان ولس د ژبي د پرمختګ او علمي کيدلو ، د پاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي . د ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواو مېشت پښتون قام د يووالي او ددوی تر منځ د اړيکو ټينګول او پراختيا د لر اوبر ويبپاڼي اساسي هدف دئ . په دې ويبپاڼه کي د لر او بر افغانستان د سيمو په باره کي د معلوماتو تر څنګ د عکسونو يو بډای البم ، ويډيوي کليپونو او راپورونو شتمن ارشيف جوړول په پام کي نيول سوي دي همدا ډول لر او بر ويبپاڼه د زيات شمېر شاعرانوشعرونه د هغوی په خپل ږغ کي خپروي ، سندريز ارشيف جوړوي او داسي نور . د يادوني وړ ده چي ددې ويبپاڼي زيات شمېر تخنيکي کار لا تر اوسه بشپړ سوی نه دی . د لر او بر افغانستان ويبپاڼه دټول لر او بر افغان ولس د پوهانو ، ليکوالو او مشرانو څخه هيله کوي چي د خپل ځوان ولس د پوهاوي ، پښتو ژبي او پښتون ولس د پرمختګ او لر او بر افغانستان د بيا يووالي او اتحاد په لاره کي له موږ څخه خپلي مشورې ، وړانديزونه او همکارۍ ونه سپموي .
اړيکي : E-mail: [email protected]

www.larawbar.com

- عبدالله احسان
بېرته شاته