(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام اباد کښې کيدونکې پاک افغان امن جرګه کښې به مشرف اوکرزی ګډون کوى

[20.Oct.2007 - 20:03] (ای اين اين) :دويمه پاک افغان امن جرګه به دنومبرمياشت کښې اسلام اباد کښې کيږى چې پکښې به صدر جنرل پرويز مشرف اؤ د دۀ افغان هم څنګ حامدکرزی دخپلو خپلو ډلو مشرى کوى. طمع ده چې په دې جرګه کښې به د افغانستان دپخوانى وزيراعظم ګلبدين حکمتيار نمائندګان هم برخه اخلى. دا خبره دقامى اسمبلۍ غړى منير خان اورکزى دلته يوې غيرملکى خبرى ايجنسۍ سره مرکه کښې کړيده. جرګه کښې د طالبانو دشرکت په حقله منيرخان اورکزى ووئيل چې زمونږ داول نه دا دريځ دی چې دټولو متعلقه ډلو دشرکت نه بغير مونږ يو مستقل هوارى ته نۀ شو نزدې کيدی. دۀ ووئيل چې دپاکستان دسرحدى علاقو خلق دجمهورى نظام مرسته کوى که چرې په جمهورى اصولو عمل وکړی شى نو هيڅ وجه نۀ ده چې دا نظام به ناکامه شى. Wahdat Peshawar 19.10.2007 - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته