(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ لخواپه ښاغلی افضل خان لالا باندې د وژونکی يرغل غندنه

[25.Sep.2007 - 03:24] د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ پېښور لخوا په جاری شوې يوې بيانيه کښې په يو پښتون قامی مشر ښاغلی افضل خان لالا باندې د وژونکی يرغل د سختې غندنې په ترڅ کښې دا اقدام د پښتنو د اتحاد او پېوستون په خلاف يوه دسيسه بللې شوې ده. په بيانيه کښې راغلی دی چې افضل خان لالا يو امن غوښونکی او سوله او ورورولی غوښتونکی شخصيت دی او د هغۀ ګناه دا ده چې تل يې د لر او بر پښتنو يووالی او پېوستون غوښتے دی. په دغه بيانيه کښې د ښاغلی افضل خان لالا د روغ صحت او اوږدۀ ژوندانۀ لپاره دعا شوې ده او له لر او بر پښتنو څخه غوښتنه شوې ده چې د عمل مېدان ته راوځی او په ټولې پښتونخوا کښې د امن، سولې، ورورولۍ او په خپلو کښې د اتحاد، اتفاق او پېوستون او د پښتو ژبې او پښتنو د خدمت لپاره ملا وتړی او په خپلو کوټلو اقداماتو سره د پښتنو د يووالی د دښمنانو دسيسې او سازشونه ناکامه کړی.
اهلبېت پښتو اکېډيمی ( پېښور)
Ahlibayt Pokhto Academy Pekhawar- اهلبېت پښتو اکېډيمی ( پېښور)
بېرته شاته