(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان عبدالولي خان بابا په نامه کتابتون پرانستل شو

[24.Sep.2007 - 14:04] دعوامي نشنل ګوندANP له خوا دجنوبي پښتونخوا د لورالايي په ښار کې د۲۰۰۷ ع کال دسپټمبر دمیاشتی په دولسمه نیټه د يوې درنې غونډی په ترڅ کې دعوامي نشنل ګوند دلورالايي ولسوالۍ دمشر بسم الله جان لوڼي له خوا د پښتنو د ستر مشر او دعوامي نشنل ګوندANP رهبر ارواښادخان بابا خان عبدالولي خان په نامه کتابتون پرانستل شو. غونډی ته چې ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخيستې وه دعوامي نشنل ګوند دمرکزي کمېټۍ غړو هر یو ښاغلی ګڼوخان غلزي، ښاغلی عظمت الله، ښاغلی حميدتره کي او دکتابتون جوړونکي ښاغلی عبدالرحمان زيرک هم ويناوي وکړې . ويناکونکو دارواښادخان عبدالولي خان پر ژوند اوسياست رڼا واچوله او هغه يې يوداسي شخصيت وباله چې په کتابونو کې نه ځايږي اوپخپله يو کتابتون واو هغه پرپښتونخوا وطن او سيمه ژور نظر او مطالعه درلوده . دهغه زيار او هڅی چې دپښتون قام ديووالي او سوکالۍ په خاطر يې ايستلي وه په ډېر درناوي سره وستايل او هغه يې دپښتون قام يو لوي غمخور وباله . دغونډي مشربسم الله جان لوڼي له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې دکتابتون له تنظيمونکو سره مرسته وکړي تر څو دوي د دې جوګه شي چې په کتابتون کې دموادو پر اساس هراړخيزه پراختيا رامنځ ته کړي . د ارواښادخان عبدالولي خان په نامه پرانستل شوي دغه کتابتون ته چې اوس مهال محدود کتابونه لري دعوامي نشنل ګوند د لورالايي د دوتر په ودانۍ کې يوه کوټه ځانګړې شوې ده . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته