(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت (ملي مترقي)ګوند غندنی ليک

[24.Sep.2007 - 13:40] 2007-09-23 په خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې دلر او بر پښتنو نوميالي مشر افضل خان لالا باندې مرګونې حمله تر سره شوې چې په نتيجه کې یې خان لالا او بل ملګری ټپي شوی او دوه نور ملګري يې په شهادت رسيدلې دي - خان لالا يو دروند او مدبر سياستمدار دې چې تل يې د پښتنو ديووالي او پياوړتيا لپاره خپلې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې جاري ساتلې دي - دا بزدلانه عمل د هغه پښتون دشمنه عناصرو کار دی چه غواړي چې په تدريجي توګه د پښتنو قيادت له مينځه يوسي او دا ځوريدلی قام د لا زياتو بحرانونو سره مخ کړي - افغان ملت مترقي ګوند په خان لالا باندې قاتلانه حمله په کلکه سره غندي- دشهيدانو لپاره جنت فردس غواړو او د خان لالا او د هغه د ملګري د ژر تر ژر رغيدو دعا کوو - په درناوي انجينير اجمل شمس د افغان ملت (ملي مترقي)ګوند مشر - انجينير اجمل شمس
بېرته شاته