(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ملی مشر محمدافضل خان لالا باندی د برید غندنه

[23.Sep.2007 - 12:58] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه دروژی د میاشتی په نهمه ورځ د ۲۰۰۷ ع کال د سپتمبر په ۲۱ نېټه د سوات د مټی د بیدری په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت پر ستر لارښود ، لیکوال ، ملی مبارز او د عوامی نشنل ګوند پرمرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » باندی ناروا، بې غیرته ، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. خان لالا او ورسره ټپیانو شوو ملګرو ته ئې د لوی خدای « ج » له درباره د ژر او پوره روغتیااو شهیدانو ته د جنت فردوس غوښتنه کوی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به د پښتنو د مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پر دوپالو موخو ته ونه رسيږی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په خان لالا دغه ناروا ، ناځوانه مرګونی برید په ټولو پښتنو مرګونی برید بولی او په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی مشرانو پوره پوره ساتنه وکړۍ.
په درناوی د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه
-
بېرته شاته